د سلمان خان او ډيپیکا د نوي ګډ فلم په سر خبرې روانې دي

د هندي سینما وتلي اداکار سلمان خان تقریبا د بالیووډ د هرې وتلې اداکارې او ښکلې جینې سره فلم جوړ کړی دی.

تازه يې له کټرینه کیف سره ګډ فلم (ټایګر زنده هی) فلم راروان دی.

د رپوټونو له مخې سلمان خان غواړي د ډیپیکا پاډوکون سره په نژدې راتلونکې کې ګډ فلم جوړ کړي. کِیک۲(kick2)  د سلمان خان راوان فلم دی، چې تمه ده ډيپیکا به پکې ورسره کار وکړي.

ددې فلم په لومړي هغه کې جاقلین او سلمان خان ګډ کار کړی و.

خو اوس د فلم د ډاریکټر او سلمان خان له قوله رسنیو لیکلي دي، چې جاقلین دا ځل له فلم څخه لویدلې ده او په ځای به ډیپیکا پاډوکون په فلم کې ولوبیږي.

بل پلو، ډیپیکا پاډوکون د سلمان خان سره د ګډ فلم د جوړولو لپاره تیارې ښودلی، خو ویلي يې دي، چې په دې اړه ترې چا رسمي غوښتنه نه ده کړې.