د سلمان خان او کترينه کېف د فلم (ټايګر ٣) لپاره په هند کې د ترکيې يوه سيمه جوړېږي

د باليووډ فلمونو مشهورو اداکارانو سلمان خان او کترينه کېف د ټايګر لړۍ فلمونو د راتلونکي فلم (ټايګر ٣) لپاره ثبت پيل کړى دى. د دې لړۍ ثبت چې په استانبول کې پيلېده، د کورونا له امله به اوس په هند کې ثبت شي.

د معلوماتو له مخې، په ترکيه کې د کورونا پېښو له زياتېدو وروسته د فلم جوړونکو پرېکړه کړې ده، چې د ترکيې پر ځاى ثبت په هند کې وکړي او په همدې موخه د ترکيې يو ټاون يا د يوې سيمې په طرز په ممبۍ کې په يوه سټوډيو کې هماغه ډول ځاى جوړېږي.

د فلم ډايريکټر منيش شرما دى او په ترکيه کې يو شمېر ايکشن صحنې وې، چې بايد هلته يې ثبت کړې واى، خو دا صحنې به اوس په هند کې په هاغه ځاى کې جوړې شي، چې د ترکيې يوه سيمه به پکې په عارضي ډول د فلم لپاره جوړه شي.

په دې فلم کې چې سلمان خان پکې د ټايګر او کترينه کېف پکې د زويا کردارونه لوبوي، په اړه يې ويل کېږي چې د ترکيه په طرز دغه سيټ به د اپريل په لومړۍ مياشت کې چمتو او ثبت به پکې پيل شي.

د يادولو وړ ده چې د ټايګر لړۍ په دوه مخکنيو فلمونو (ايک تها ټايګر) او (ټايګر زنده هى) کې هم سلمان خان او کترينه کېف کار کړى و، چې دا دواړه فلمونه ډېر کامياب شوي و.

کاپي…