د سلمان خان نوي فلم تاریخ جوړ کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان او دیشا پټاني نوی فلم د کورونا په دې اوسني حالاتو کې خپور شو، خو تاریخ يې هم جوړ کړ.

د سلمان خان دا فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) نومېږي، چې تېره ورځ  په سینماګانو او همدا راز په انلاین بڼه هم خپور شوی و، تر څو د کورونا په دې حالاتو کې ډېرو خلکو ته ورسېږي.

تازه سلمان خان په ټولنیزو رسنیو کې د فلم یو عکس خپور کړی دی او په سر يې لیکل شوي دي، چې دې فلم تاریخ جوړ کړ او په لومړۍ ورځ ۴.۲ میلیونه ځلې کتل شوی دی.

سلمان خان همدا  راز په همدې پوسټ کې ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي هم ورکړې ده او له دوی يې مننه هم کړې ده، چې هغه ته يې بېرته دا ستره ډالۍ ورکړه.

د سلمان خان دا پوسټ چې هغه ۳ ساعته مخکې په انسټاګرام کې خپور کړی دی، ۷۱۱ زره مینه والو لایک کړی دی، خو کمنټونه پرې بند دي.

کاپي…