یکشنبه , 28 اپریل 2024

د سلمان خان (ټایګر ۳) فلم د ثبت په پیل کې ۹۰ میلیونه تاوان وکړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان راتلونکي فلم (ټایګر ۳) د ثبت لپاره جوړ شوی ځای وران کړی شو، چې له امله یې د فلم پروډیوسر په پیل کې د ۹ کروړه یا ۹۰ میلیونه هندي روپيو له تاوان سره مخ شو.

د معلوماتو له مخې، د ټایګر ۳ فلم ثبت تېر کال پېلېدونکی و، خو د کورونا ویروس له امله ګرځبندېز ولګېد او ثبت یې په وخت باندې پیل نه شو.

خو کله چې ګرځبندېز کې نرمښت راغی او د فلم ثبت پیلیدونکی و، نو له هغه وروسته بیا په هند کې طوفان راغی، چې له امله یې د فلم لپاره جوړ شوی ځای نور هم خراب شو.

د فلم د ثبت لپاره دغه سیټ یا ځای ۳۰۰ کسانو جوړ کړی و، چې اوس له سل څخه تر یو نیم سل کسانو پورې يې بېرته په لیرې کولو باندې مصروفه دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د فلم د دې سیټ په جوړولو او اوس بېرته په ورانولو باندې ۹ کروړه روپۍ مصارف راغلي دي، چې ټولې تاوان شوې.

کاپي: هنرستان