د سلمان خان ټوکې د ميکا سينګ خوبونه وتښتول

د باليووډ مشهور اداکار سلمان خان يوې ټوکې د بالي ووډ مشهور سندرغاړي ميکا سينګ خوبونه وتښتول، هغه د دې ټوکې له امله ټوله شپه ويښه تېره کړه.

په هند کې يوه نوې ټلويزيوني خپرونه (انډين پرو ميوزيک ليګ) پيل شوى دى، چې د دې پيل په خپرونه کې سندرغاړي ميکا سينګ د سلمان خان له يوې ټوکې هم پرده پورته کړه.

ميکا سينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د سلمان خان يو فلم لپاره مې سندره ريکارډ کړې وه، يوه ورځ يې راته زنګ راغى او راته يې وويل، چې همدغه سندره ما هم په خپل غږ کې ريکارډ کړه او ستا سندره به د فلم نه پاتې شي.

هغه په خپلو خبرو کې زياتوي، د سلمان خان له دې خبرې وروسته ټوله شپه خوب نه راتللو او همدا فکر مې کاوه، چې سلمان خان دا سندره په خپل غږ کې ويلې ده، نو زما سندره به اوس څوک اوري؟

 

ميکا سينګ وايي، چې سهار شو نو د ميوزيک کمپوزر ته مې زنګ وکړ او د خپلې سندرې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه، نو هغه راته وويل، چې سلمان درسره ټوکې کړې دي، هغه خو سندره نه ده ريکارډ کړې.

کاپي…