د سلمان خان پلار هم (رادهی) فلم ناکامه وباله

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان پلار او د فلمونو مشهور لیکوال سلیم خان هم د خپل زوی نوی فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) یو ناکام فلم وباله.

په یوه تازه مرکه کې نوموړي د سلمان خان د فلمونو په اړه وویل، چې (دبنګ تهري) نه مخکې دا یو ځانګړی فلم و، همدا راز (بجرنګي بهايي جان) هم یو ډېر په زړه پورې فلم و.

سلیم خان زیاته کړه، چې رادهی ښه فلم نه دی، خو د کمرشل سینما ضرورت دی او د دې وجې نه به د فلم سره تړلي خلک پېسې پېدا کړي.

نوموړي په خپله مرکه کې وویل، چې زموږ سینما داسې فلمونو ته اړتیا لري او په داسې فلمونو باندې چلېږي، همدا لامل دی چې سلمان خان دا ډول پرفارمنس وړاندې کړی دی.

همدا راز سلیم خان دا هم وویل، چې په دې فلم چې هر چا هم پېسې مصرف کړې دي، هغه پېسې يې بېرته ګټلي دي او هېچا تاوان نه دی کړی.

کاپي…