د سلمان خان په (رادهی) فلم کې ۲۱ صحنې سانسور شوي

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان راتلونکي فلم (رادهی: یور موسټ وانټید بهايي) کې ۲۱ صحنې سانسور شوي دي او دا صحنې ترې لیرې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د هند د فلمونو د سانسور مرکزي ادارې تېره ورځ د سلمان خان فلم ته سرټیفیکټ ورکړ او د دغه فلم په ۲۱ صحنو باندې يې اعتراض درلود، چې هغه صحنې يې ترې لیرې کړي.

په دې وروستیو کلونو کې د بالي ووډ خلک د سانسور په دغه اداره نیوکې کوي او وايي، چې دوی بیان ازادي ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او ان داسې صحنې هم له فلمونو لیرې کوي، چې ډېر عادي او هېڅ مشکل نه لري.

د سلمان خان دا فلم چې د څو ورځې وروسته د کوچني اختر په ورځ، د مۍ په ۱۳مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي، یو ایکشن فلم دی، چې له ډېر وخت راهیسې ورته خلک په تمه و.

د سلمان خان (رادهی) فلم مخکې ۱۱۷ دقیقې او ۵۵ ثانيې و، خو له سانسور وروسته ۱۱۴ دقیقې او ۲۴ ثانیې دی، چې معنا دا چې ۳ دقیقې او ۳۱ ثانيې فلم ترې لیرې شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د دې فلم ډایریکټر پربودیوا دی او په دې فلم کې له سلمان خان سره دیشا پټاني، رندیپ هوډا او جيکي شروف کار کړی دی.

کاپي…