د سلګونه ډالرو په ارزښت د باډمېنټن سیالۍ په سویلي کوریا کې پای ته ورسېدې

د سویلي کوریا هېواد سلګونه لوبغاړو د باډمېنټن سیالیو لړۍ ولوبولې، چې په وروستیو کې په ډېری لوبغاړو د ۴ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت جایزې ووېشل شوې.

باډمېنټن سیالۍ چې د ورزش یوه په زړه پورې او توده برخه ده، په ۲۰۱۹ م کال کې ترسره شوې، چې پکې د سویلي کوریا ډېری ځوانو لوبغاړو ګډون کړی و، چې بالاخره دا سیالۍ د سپټمبر په میاشت کې پای ته ورسېدې او په لوبغاړو د ۴ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت جایزې ووېشل شوې.

دا سیالۍ شپږ ورځې روانې وې، چې پکې ډېری کوریایي ځوانو لوبغاړو برخه اخېستې وه.

د باډمېنټن سیالۍ په افغانستان په ګډون ډېری هېوادونوکې ترسره کېږي، چې زیات مینوال هم لري.