له خانانو سره په یو فلم کې د کار کولو ارمانجنه سنيلېون دا ځل خپل یوه بل ارمان ته رسېږي.
که څه هم سني لېون د شاهرخ خان په ريیس فلم کې له هغه سره د یوې سندرې پر مهال، ځان ښه ستړی کړ، خو اوس همداسې یوه سندره د سلمان خان سره یو ځای کوي.
سنلېون به د سلمان خان په دبنګ۳ فلم کې را ښکاره شي او په ګډه به له دبنګ خان سره د یوې سندرې پر مهال ونڅېږي.
د دې فلم جوړوونکی اربازخان دی او هغه هم هیله ښيي چې دا سندره به یې د فلم تر ټولو ښه سندره وي.