د (سنګم) فلم اداکارې کاجل اګروال واده وکړ

د باليووډ کامياب او مشهور فلم (سنګم) اداکارې کاجل اګروال له اداکار ګوتم کيچلو سره واده وکړ، د دواړو د واده عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

 

کاجل اګروال چې د تامل فلمونو څخه يې شهرت پېدا کړ، د بالي ووډ يوه ښايسته اداکاره ده، چې تېر ماښام يې په ممبۍ کې د ګوتم کيچلو سره واده وکړ، د دواړو د واده عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي

د کاجل اګروال د واده عکسونه او ويډيوګانې د هغه د مينه والو له لوري په جوړو شويو پاڼو کې خپرې شوې دي.

د واده په جوړه کې کاجل اګروال ډېره ښکلې ښکاري، چې د واده د ښکلې جوړې تر څنګ يې ډېره طلا هم په غاړه ده. د کاجل او کيچلو د واده مراسم له څو ورځو راهيسې په ممبۍ کې روان و او هغې له مخکې څخه اعلان کړى و، چې د اکتوبر په ٣٠مه نېټه به له کيچلو سره په ممبۍ کې واده کوي.

د يادولو وړ ده چې ٣٥ کلنې کاجل اګروال په ٢٠٠٤ کال کې په فلمي نړۍ کې قدم ايښى و. هغې په لومړي ځل په هندي فلم (کيو هوګيا نا) کې کار کړى و، چې له هغه وروسته د تيلګو او تامل فلمونو ته يې مخه کړه او په دغه ځاى کې يې ډېر نوم او شهرت پېدا کړ.

د تيلګو او تامل فلمونو تر څنګ يې په هندي فلمونو کې هم کار ته دوام ورکړ، چې ډېر کامياب فلمونه يې سينما ته وړاندې کړل. د هغې په کاميابو هندي فلمونو کې (سپيشل ٢٦ او سنګم) شامل دي.

د کاجل اګروال په راتلونکو فلمونو کې (موساګالو)، (اچاريا)، (ممبۍ ساګا)، (هى سيناميکا)، (انډين ٢) او (پېرس پېرس) شامل دي، چې په دې کې (ممبۍ ساګا) يې په هندي ژبه کې جوړېدونکى فلم دى.

کاپي هنرستان…