د سوريې جګړه تر دویمې نړیوالي جګړې وروسته بد ترین ناورین دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وايي، د سوريې جګړه تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د بشر له لاسه جوړ تر ټولو بد تره ناورین دئ.

زید رعد الحسین دا څرګندوني په سوریه کي په براخه اندازه رواني ويني تويېدني او شکنجې ته په اشاره وکړې.

نوموړي وویل، ټوله سوریه دا مهال د شکنجې په یوې خوني او د پوره وحشت او بې عدالتۍ په سیمه بدله سوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د ادارې مشر په سوریه کي د جګړې د ټولو اړخونو سره د بندو زرګونو زندانیانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، د دې لپاره چي د شکنجې او جرمونو عاملان د عدالت منګلو ته وسپارل سي، په سوریه کي تل پاته سولي ته اړتیا ده.