د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم ویلي، د هېواد په شرقي برخه کې یې د امریکايي او ترکي ځواکونو حضور غیر قانوني دی او دی یې د وتلو غوښتونکی دی.
دده په خبره د ټولو نړیوالو قوانینو له مخې که امریکايي او ترکي ځواکونه له دغه سیمې و نه وځي نو دوی د هر ډول اقدام حق لري.