پداسې حال کې چې د د بشاراسد رژیم د اسراییلو د جنګي الوتکې د راغورځولو ادعا کوي خو د اسراییلو پوځ بیا دا ادعا رد کړې ده .
تیره ورځ ۴ اسراییلي جنګي الوتکو د سوریې د پالمیرا په سیمه کې د اسد د رژیم په بعضو عسکري هډو هوايي بریدونه وکړل. د نوموړو بریدونو نه لنډه موده وروسته د اسد رژیم په سیمه کې د اسراییلو د یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا وکړه.
د سوریې د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې ۴ اسراییلي جنګي الوتکو چې د سوریې په هوايي حریم تیری کړی وو او ددوې په پوځي هډو يي د بریدونو هڅه وکړه یوه يي وویشتل شوه او نورې په تیښته بریالۍ شوې. د اسد رژیم هوايي ځواکونو ویلي دي چې په دویمې الوتکې هم د الوتکې ضد په راکټ برید وکړ چې ونه لګیده.
د اسد هوايي ځواکونو ویلي دي چې د اسراییلو جنګي الوتکه ددوې لخوا د ویشتل کیدو نه وروسته د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې سیمه کې غورځیدلې ده.
د ویلو ده چې د اسراییلو جنګي الوتکې وخت نا وخته په سوریه کې د اسد تر کنټرول لاندې په سیمو هوايي بریدونه کوي.