د سوریې پر ادلب بل برید ۱۸ کسان ووژل

د سوریې د وضعیت څارونکي فعالان وایي، د ادلب پر ولایت نوي هوایي بریدونه شوي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې ۱۸ کسان وژلي دي.

سوریه کې د بشري حقونو د وضعیت څارونکې ډله چې دفتر یې بریتانیا کې دی، د نن ورځې (شنبه) هوایي بریدونه د اروم الجوز ښار کې شوي دی.

د ادلب پر خان شیخون ښار د تېرې سه شنبې په ورځ مشکوک هوایي کیمیاوِ برید وشو. په دغه پېښه کې د لسګونو ماشومانو په ګډون له ۸۰ کسانو ډېر ووژل شول.

سره له دې چې امریکا او غربي ملګري یې وایي، دوی ډاډمن دي چې دا “کیمیاوي بریدونه” د سوریې پوځ لخوا شوی، خو دمشق دا ادعاوې رد کړي او ورته وخت کې روسیې چې د بشار اسد اصلي ملاتړي له اسنادو او شواهداو وړاندې کولو پرته ویلي د سوریې جنګي الوتکو د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمه کې د وسلو یوه ډیپو په نښه کړې چې په هغې کې کیمیاوي وسلې وې.

ادلب د سوریې د ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمه ده چې په وار وار پرې د سوریې پوځ لخوا هوایي بریدونه شوي دي.

ورته وخت کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې بلې سیمې حما نه راپورونه وایي چې نن د دولت مخالفین له خپلو کورنیو سره ددغې کلابندې سیمې د پرېښودو په حال کې دي؛ د حما تشول د سوریې د اوربند د هوکړې یوه برخه ده چې د حما مخالفینو ته اجازه ورکړل شوې له ډاډمنې لارې د بشار اسد مخالفینو تر کنټرول لاندې نورو سیمو ته لاړ شي.

د سوریې شعیرات هوایي اډې پر لور توغندي په مدیترانې سمندرګي کې د پورټر له جنګي بیړۍ وتوغول شول

د سوریې شعیرات هوایي اډې پر لور توغندي په مدیترانې سمندرګي کې د پورټر له جنګي بیړۍ وتوغول شول