د سوریې پر یوه جومات هوايي بمباري کې ۴۲ کسان وژل شوي

پېښه د حلب ایالت اتاریب ښارګوټي ته نژدې شوې دي

سوریې کې د بشري حقونو څارنې ادارې فعالان وايي پر یوه جومات د هوايي بمبارۍ پایله کې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي دغه بمباري د سوریې شمال کې د حکومت مخالفو وسله والو تر کنترول لاندې د یوه کلي پر جومات شوې ده.

د سوریې حمص کې ځانمرګو بریدونو لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

“د سوریې په یوه بند کې تر ۱۳ زرو کسان اعدام شوي”

پېښه د حلب ایالت الاطارب ښارګوټي ته نژدې شوې ده.

د بشري حقونو حالت څارنې دغه اداره چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، هغه مهال چې پر جومات بمباري شوې جومات کې د ماښام لمانځه لپاره ګڼ کسان یو ځای شوي وو.

د فعالانو په خبره ډېری وژل شوي ملکي کسان  دی.