د سولې اجماع سولې ته تمې زیاتې کړي

لیکوال : منان توحیدیار

تېرو کلونو کې د سولې لپاره دومره سطحي کارونه وشول چې خلک يې د سولې په پروسه بې باوره کړل، خو په تېرو څلور کلونو کې چې د سولې لپاره په کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې، د ولسونو هیلې سولې ته زیاتې شوي دي.

افغان سولې پروسه کې د امریکا، روسیه، مرکزي اسیا هېوادونو، عربي هېوادونو، هند او چین رول مهم یادیده، خو په دې برخه کې نه باور موجود و او نه هم کار شوی و چې د باور فضا رامنځ ته کړي او دا هېوادونه په عملي ډول د سولې بهیر کې ورګډ کړي.

اوس دا کار شوی دی، تاسو به لیدلي وي چې دا هېوادونه اوس دې پایلې ته رسیدلي چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره مهمه ده او باید په دې برخه کې رښتنې همکاري وشي.

په تېرو حکومتونو کې د سولې زیات تمرکز په پاکستان و او هر کله به د سولې له خبرو سره پاکستان یادیده، خو اوس چې نوره نړۍ د سولې په تړاو یوه خوله شوې، پاکستان حاشيې ته شوی او د ترهګرو په نوملړ ور داخلیدونکی دی چې ډیر زیات تاوان به پکې وکړي.

پاکستان چې کله ولیدل چې افغان حکومت ترې مخ واړو او د سولې لپاره په نورو هېوادونو کې ادرسونو پسې په لټه شول، نو له افغان حکومت سره یې د عمل پلان رامنځ ته کړ چې څنګه کیدای شي د دواړو هېوادونو اړیکې ورغیږي او ګډ کار وکړي.

دا ښکاره خبره ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې د سولې لپاره اراده دومره قوي وه چې بیرته یې د ولسونو باور په سوله جوړ کړ او یو ځل بیا یې تمه پيدا شوه چې سوله به حتمي راځي او د سولې مخالفین او شر خوښي به ماتې خوري.

افغان ولسمشر په دې برخه کې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ته هم زیات واک اختیار ورکړی چې د سولې په تړاو اجماع کې هېوادونه قانع کړي چې افغانان په پردۍ جګړه کې ښکیل دي او د نورو هېوادونو د جګړې قرباني دي.

په کور دننه اجماع

پخوا به د سولې له خبرو سره یو ځای له حکومت او یا د حکومت له چوکاټ بیرون د مخالفت غږ پورته کیده، خو اوس د سولې لپاره د باور فضا داسې رامنځ ته شوې چې هيڅ مخالف نه لري او ټول ابعاد د دې ملاتړ کوي چې باید سوله راشي او مخالفې ډلې په دولت کې مدغم شي.

اوس په حکومت کې دننه او د حکومت سیاسي مخالفین هم د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې د هر ډول همکاریو ټټر وهي، ځکه پوهیږي چې جګړه اخر د دوی په مرګ هم تمامیږي او نور باید افغانان خپل ارمان ته ورسیږي، هغه ارمان چې کلونو راهیسې یې لري.

سیمه ییزه اجماع

د سیمې هېوادونو لکه چین، هند، روسیه، ترکیه او د مرکزي اسیا هېوادونو د سولې په تړاو د هر ډول همکاریو ژمنه کړې او په دې تړاو یې ناستې برابرې کړي چې د افغان سولې په تړاو پکې بحثونه شوي او دې پایلې ته رسیدلي چې د افغانستان سوله د سیمې ثبات لپاره مهمه ده.

دا هېوادونه پخوا د سولې په خبرو کې دخیل نه و او نه یې دومره دلچسپي ښودله چې د سولې پروسه کې ورګډ شي، ځکه دوی فکر کو چې د افغانستان جګړه کورنۍ ده او کورني اړخونه لري، خو اوسني حکومت ثابته کړه چې جګړه کورنۍ نه ، بلکې بهرنۍ ده او په افغانستان کې بې ثباتي د ټولو هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کوي.

د دې هېوادونو تر څنګ عربي هېوادونه چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري او پر طالبانو نفوذ هم لري، د سولې له خبرو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د جګړې پرځای اهداف د سولې له لارې تعقیب کړي.

دا ټول هغه بهرني سیاستونو پورې تړاو لري چې افغان حکومت له هېوادونو سره په متوازن ډول وکړل او په دې یې قانع کړل چې افغانان د نورو هېوادونو په استازيتوب له ترهګرو سره په جګړه دي او قرباني ورکوي.

نړیواله اجماع

په نړیواله اجماع کې امریکا یادیږي چې د بارک اوباما په وخت کې ویل شوي و چې طالبان د افغان حکومت خپله مسله ده او امریکا ورسره کار نه لري، خو اوس حکومت امریکا ته هم وښودله چې افغانان یواځې د طالبانو د جګړې قرباني نه دي او همدا د طالبانو جګړه ده چې شل نورو ترهګرو ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

امریکا په دې قانع شوې چې د افغانستان جګړه په جګړه پای ته نه رسیږي، بلکې ښه لار یې د سولې خبرې دي چې بریالۍ شي.

امریکا په دې برخه کې نور هېوادونه له ځان سره ملګري لري چې کولای شي په پاکستان د فشار تر څنګ طالبانو سره کیني او د مسلې د حل په اړه ورسره بحث وکړي.

تاسو به اوریدلي وي چې د امریکا دیپلوماتان په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړې او دا خبرې لا دوام لري چې زیاتې تمې ورته شته چې پایله به ورکړي.

سوله په قوي اراده راځي او اوسني حکومت کې دا اراده شته چې افغان ولس دې لوی ارمان ته ورسوي، په کوچني اختر کې له اوربند وروسته اوس د لوی اختر لپاره د اوربند چمتووالی روان دی او ممکن دا اوربند دایمي شي چې د سولې زیری به له ځان سره ولري.