د فرانس ۲۴ خبري شبکې راپور په اساس طالب سرچینو ویلي، دسولې د هوکړې لاسلیک په صورت کې به بهرني ځواکونه په اتلسو میاشتو کې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي.
د طالب سرچینو په وینا مسایل نهایي شوي دي او د لاسلیک لپاره چمتوالی روان دی.
سرچېنه زیاتوي، په لس ورځو کې به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې پکې به په دایمې اوربند خبري کیږي.
په ورته مهال د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، د امریکا له لوري د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحه منل شوې ده او د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره اړین تیاری روان دی.