د سولې جام د کرکټ سیالۍ : سپین غر بازانو پامیر ستورو ته ماتې ورکړه

لیکوال: حضرت عثمان نوري مومند

دسولې جام سیالیو د نامه لاندې شپږ لوبډلې په دې جام کې لوبیږي؛ د سه شنبې په ورځ ددې سیالیو په لړ سپین غر بازانو او پامیر ستورو سیالۍ ترسره کړه.

د لوبې پچه پامیر ستورو وګټله او لومړۍ یې توپ اچونه غوره کړه، سپین غر بازانو په لومړۍ توپوهنه کې ښې منډې جوړې کړې؛ چې له کبله یې بریا هم په خپل نوم ثبت کړه؛ سپین غربازانو په لومړۍ وار توپوهنه کې سیالې لوبډلې ته د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې؛ او د ۱۷۳منډو هدف یې پامیر ستورو لوبډلې ته ورکړ.

د پامیر ستورو لوبډلې ته ورکړل شوی هدف د همالیا د غره په څېر ښکاریده؛ ځکه خو يې لوبه په ستر توپیر وبایلله. د پامیر ستورو لوبډلې په دوهمه پاڼې کې ټول ټال ایله ۹۵ منډې جوړې کړې؛ او د ۱۷۳ هدف په ترلاسه کولو کې ۷۸ منډې باقي شوه، او سیالۍ یې سپین غر بازانو ته پریښوده.

د لوبې غوره لوبغاړی درویس رسولي ونومول شو، چې د سپین غر بازانو لوبډلې لپاره ۸۴ منډې جوړې کړې.

هېره دې نه وي چې د همدې جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې وزیرزي اتلانو سپین غر بازانو ته ماتې ورکړې وه، په دوهمه لوبه کې بیا کابل زلمیانو سلیمان غر زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، او پرون هم په دریمه سیالۍ کې سپین عر بازانو پامیر ستورو ته ماتې ورکړه.

د سولې کرکټ لیګ جام پرانېسته د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ مه د کابل الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې شوې وه چې په مراسمو کې یې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، د ولسي جرګې غړو، دکابینې معینانو، دولتي چارواکو، د سولې کرکټ لیګ مشر عبدالرشید ایوبي، د کرکټ بورډ پخوانیو مسئولینو، د سولې کرکټ لیګ شپږ ګډون کونکو لوبډلو، د کرکټ مینه والو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

په یاده پرانېست غونډه کې د شپږو ګډون کونکو لوبډلو لوبډلمشرانو، کرکټ چارواکو او د ولسي جرګو غړو هم خپلې ویناوې اورولې وې. د مراسمو په ترڅ کې پیاوړي خبریال ایمل پسرلي ته د کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري ځانګړی ستاینلیک هم ورکړل شوی وو…

د سولې جام د کرکټ په سیالیو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبیږي، چې د عبدالرشید ایوبي له لوري د کرکټ بورډ په همکارۍ پېل شوي دي. په یاد جام کې شپږ لوبډلې برخه لري چې په دوه ګروپونو ویشل شوي او پینځه ورځې به دوام وکړي.

کرکټ پوهان دغه ډول سیالۍ د کورني کرکټ د ودې او د نویو لوبغاړو د موندولو له پاره ګټورې او مهمې بللي.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې نړۍ وال کرکټ پوهان د افغانستان پام ځان خواته راجلب کړی دی؛ او یاد کرکټ پوهان باور لري چې افغانانو په کرکټ کې په ډېره لنډ او تنګ وخت کې چټک مزل کړی دی.