د سولې خبرو پیل لپاره د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند هوکړه شوې

د ولسمشر غني یوه ویاند دوا خان مینه پال رسنیو ته وویل چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ تر پرله پسې خبرو وروسته دا هوکړه هم شوې چې له افغانستانه بهر به د تروریستانو پر مرکرونو زیات تمرکز کیږي .

مینه پال زیاتوي د هوکړې پربنیاد چې تر دې وروسته هر اقدام کېږي هغه به د افغانستان او امریکا ترمنځ د همغږۍ پر اساس وي.

واشنګټن د شنبې په ورځ قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې له سره پېل کړې.

فرانس پریس او رویټرز اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې په دوحه کې د خبرو تمرکز به د تاوتریخوالي په کمولو، د بین الافغاني خبرو پر پېل او د اوربند پر ټينګېدلو وي.

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د ملا برادر اخند ترمشرۍ لاندې د طالبانو مذاکراتي  ټيم،  د امریکا له مذاکراتي ټيم سره  خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې دریدلې وې ، د هوکړې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې شوي او دا مذاکرات لا هم دوام لري.

دواخان مینه پال وایي، طالبانو او امریکايي لوري ته جوته شوې چې کله د سولې د توافق خبره کېږي، بې له افغان حکومته بل څوک پرېکړه نه شي کولای.

تردې مخکې د ارګ د سرچنیو په حواله ویل کېدل چې په کابل کې د داسې یوه پلاوي پر جوړیدو خبرې کېږي چې له طالبانو سره به د حکومت په استازیتوب خبرې کوي.