د سولې عالي شوار وایي، طالبان دې د جګړې له ټولو اړخونو سره اوربند ته غاړه کیږدي او په خبره یې، یوازې له امریکایانو سره اوربند د افغانستان لپاره کومه ګټه نلري.
د یادې شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، داسې ګنګوسۍ دي چې طالبان به له امریکايي لوري سره اوربند کوي خو له افغان حکومت سره به جګړې ته دوام ورکوي.
د ده په خبره، که اوربند کېږي نوباید د ټولو اړخونو ترمنځ وي، نه چې یوازې له امریکا سره وي.
دی وایي، د سولې د هڅو یوه موخه دا ده، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او افغان وژنه بس شي نو، ځکه د ټولو اړخونو ترمنځ اوربند یو اساسي ګام دی.
د سولې عالي شورا دغه اندېښنه داسې مهال ښکاره کوي، چې یو لور د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابل ته د خپل سفر پر مهال طالبانو سره د سولې خبرو بیا پیل په اړه اعلان وکړ او بل پلو د نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو له لوري هرکلي سره مخ شوې.
په ورته مهال ناټو خبر ورکړی، چې دروانې ډېسمبر میاشتې په درېمه به د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو تر منځ یوه مهمه غونډه جوړه شي او پر مهال به یې د یو لړ نورو مسایلو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.