د سولې عالي شورا وایي، په لنډو ورځو کې به د سولې تړون لاس لیک شي

د سولې عالي شورا اجراییه غړی عبدالحکیم مجاهد وایي، د امریکا او وسله وال طالبانو ترمنځ به په نږدې راتلونکې کې د سولې هغه هوکړه لاس لیک شي، چې پکې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال ویش بحث شوی او په اړه یې توافقات رامنځ ته شوي دي.

د امریکا سي این این ټلویزون د سولې له مذاکراتو د باخبره امریکایي پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره په دې هڅه کې ده، چې له وسله والو طالبانو سره په څو نږدې ورځو کې داسې یو تړون لاس لیک کړي چې له مخې یې وسله وال طالبان دې ته چمتو شي چې تاوتریخوالی او جګړې راکمې کړي.

همدا راز نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د امریکایي چارواکو په وینا خبر ورکړی چې امریکایي پلاوی چمتو دی څو له وسله والو طالبانو سره د سولې هوکړه په دې شرط لاس لیک کړي چې وسله وال طالبان له تاوتریخوالي لاس په سر شي او په دې برخه کې پر خپلو کړو ژومنو عمل وکړي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپله وړتیا او اراده وښایي.

نوموړي تېره ورځ بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې ناروي او جرمني وړاندیز کړی چې د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې سې شنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزیر میک پومپیو له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د سولې په تړاو خبرو کې د ورستیو پرمختګونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.