د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.
ددغه سازمان د عمومي منشي مرستیال امنې محمد ویلي، د سولې په روانو بحثونو کې باید هغه کسان ګډون وکړي چې د افغانانو له حقونو په رښتیني توګه دفاع وکړي
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امنې محمدي کابل کې یې خبري ناستې ته ویلي چې، دوی د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې ټولو افغانانو ته د منلو او په کې د ښځو حقونه خوندي وي
زما په نظر د سولې په دغه بهیر کې د خلکو رښتینی استازیتوب مهم دی، او بله دا چې دا هم باید هېر نه کړو چې دغه بهیر د ښځو له مرکزي ګډون پرته نتیجه نشي لرلای
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړې چارواکې د خبریالانو دې پوښتنې ته، چې دوی ته په سوله او ټاکنو کې کوم یو لومړیتوب لري وویل چې، دوی د عدالت او سولې ټینګښت غواړي او دا دواړه مهم موضوعات دي چې باید په یو مسیر تعقیب شي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس ویلي و، چې امریکا ته سوله لومړیتوب لري.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د شنبې په ورځ د کابل ښار په ملي سمپوزیم کې د وینا پرمهال وویل چې سوله د افغانانو بنسټيزه اړتیا ده او حکومت د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لري.