د سولې لپاره د افغان پلاوي خپور شوی نوملړ سم نه دی

په ستراتیژیکه برخه کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر خبریالانو ته ویلي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې بین الافغاني خبرو په خاطر تر اوسه د افغان پلاوي نوملړ نه دی خپور شوی، هغه نوملړ چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی سم نه دی او د دې چارې د ترسراوي په موخه پلاوی رامنځته شوی او نوملړ به یې هم راتلونکي کې خپور شي.

په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې د سولې بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی جوړ شوی؛ خو نوملړ یې تر اوسه نه دی خپور شوی. د عمر په خبره کله چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو لپاره د خبرو نېټه معلومه او ځای څرګند شي؛ نو دوی به هم د دغه ټول شموله چمتو شوي پلاوي نوملړ خپور کړي. د هغه په خبره په تولنیزو رسنیو کې چې د پلاوي د نوملړ په اړه کوم معلومات ورکول کېږي، ناسم دي او دوی تر اوسه د سولې پلاوي نومونه نه دي خپاره کړي. په ټولنیزو رسنیو کې ځېنو کسانو د افغان سولې په تړاو د حکومت د ۱۵ کسیز پلاوي نوملړ خپور کړی و، دغه پلاوي کې د معصوم ستانکزي، باتور دوستم، محمد کریم امین، ضرار احمد مقبل، محمد ناطقي، رسول طالب، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، جنرال ایوب انصاري، اورځلا نعمت، نادر نادري، متین بیک، زینب موحد، مولوي عنایت الله بلیغ، شریفه زرمتۍ او عبدالهادي ارغندیوال نومونه شامل وو. خو وحید عمر بیا دا نوملړ ناسم بللی او ویلي دي، چې د حکومت لخوا د سولې خبرو لپاره پلاوی جوړ شوی او نوملړ به یې راتلونکي کې خپور شي.