د سولې ولسي حرکت غړو په یوه بیان کې ویلي غواړي د ملګرو ملتونو د سازمان مخې ته له دې امله پرلت ووهي، ترڅو دغه سازمان خپلو مسولیتونو ته متوجه شي.
ددغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست ویلي د کړکېچونو حل د ملګرو ملتونو له مسؤلیتونو څخه دی، خو دې سازمان له بده مرغه د افغانستان د کړکېچ په هواري کې تر اوسه هېڅ کار نهدی ترسره کړی