دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین په مناسبت په یوې وېډیويي پیغام کې کړي او ویلي یې دي، چې سوله یې د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او همدا راز یې ډاډ څرګند کړی چې د سولې خبرې به په بشپړ شفافیت ترسره کیږي.
ولسمشر ویلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پلاوی به د خلکو په استازولۍ له دې ډلې سره خبرې وکړي.
نوموړي همدا راز ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو په پای کې به د افغانستان پارلمان او یا لویه جرګه د شوي توافق په اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تمه کېږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مرکچي پلاوي له ټاکل کېدو وروسته پیل شي.
جاپان افغانستان سره د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې همکاري کوي
تاشکند کې د جاپان سفیر د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاش اوف سره په کتنه کې ویلي، افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي او په خبره یې ملګرو ملتونه د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، چې دغه هڅې د جاپان له ملاتړه هم برخمنې دي.
د نوموړي په خبره، دوی په افغانستان کې د سولې په راتګ او دغه راز د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.
په یاده کتنه کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم ویلي، چې دوی په خپل څنګ کې یوه سوله ییز او پرمختللي افغانستان ته هیله لري او د افغانستان سولې لپاره په پیل شوو هڅو کې پوره همکاري کوي.