د سولې په تړاو راتلونکې طرحه به د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند وي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د سولې په تړاو د خبرو اترو راتلونکی ګام به د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند په اړه د یوې عملي کړنلارې جوړول وي .

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال رسنیو ته ویلي، هر کله چې په قطر کې د وسله والو طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند په په تړاو خبرو کې پرمختګ وشي؛ نو له افغان حکومت سره به یې جزیات رسماً شریک شي .

قطر کې د طالبانو یو پلاوي تېر ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او د قطر د بهرنيو چارو وزیر سره د سولې خبرو اترو په پایلو او راتلونکو ګامونو خبرې کړي دي .

قطر کې  د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه د خپلې ټویټر پاڼې له لارې دا خبرې تایید کړي او زیاته کړې یې ده، چې د یادو خبرو  پر مهال د طالبانو په پلاوي کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو، خو امریکایي پلاوي تر اوسه د د غو خبرو په اړه څه نه دي ویلي .

په ورته مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، چې د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند لپاره یوه عملې کړنلاره اړینه ده او زلمی خلیلزاد په دې هڅه کې دی چې دغه کړنلاره یا طرحه جوړه کړي.

بل لورته یوه پخواني طالب چارواکی سید اکبر اًغا ویلي،چې د سولې خبرو په برخه کې تر اوسه مهم پرمختګونه شوي؛ خو د تاوتریخوالي د کمېدو، د سولې هوکړې د لاس لیک لپاره د ځای پر ټاکلو او د یو شمیر نور مسایلو پرجزیاتو خبرې رواني دي .

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خليل‌زاد تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او یو شمېر افغان سياستوالو سره وکتل او د سولې په تړاو یې وروستي پرمختګونه او مسایل ور سره شریک کړل.