د سولې په هيله

د تخليقونو ستر واکمن خاونده
ټول کاينات دي پر ارامه اوسي
ستا د تخليق يوه حصه ده مګر
چې پر دې سيمه نا ارامه اوسي

نارينه نشته ټوله جنګ ته تللي
ستا د تور سرو سوال قبلېږي کنه؟
چې د شاهين له پنجو ځان وباسي
د دې کوترو سوال قبلېږي کنه؟

د يوه وران کاله په وره کې ولاړ
ښکلى ماشوم واړه سوالونه لري
غواړي دعا ستا په طرف ولېږي
مګر نه لپي نه لاسونه لري

يوه درنه يوه سپېڅلې پېغله
راځي په اوښکو يې لمانځنه کوي
د يوه ځوان په پښو کې ځان غورځوي
د تللي ورور ورنه پوښتنه کوي

چې غوړېدلې نه وي ورژېږي
پر ګل غوټۍ دي زړه خوږېږي کنه؟
بيرته چې باسې يې په سره ډولۍ کې
پر ناوکۍ دي زړه خوږېږي کنه؟

د شا زلمو څوڼې خو وسوځېدې
کور مو سوځېږي بورجل اور اخيستى
اوس مو د لېچو بنګړي شرنګ نه لري
پاس پر تندي مو اوربل اور اخيستى

پر سر يې تور دېوان ولاړ مصلح
زموږ د امام په تن زخمونه لګي
دا ستا په کور کې امن پاته نه شو
پر منارو يې راکټونه لګي

نو اى د سترو قدرتو خاونده
و موږ ته سوله راکړه سوله راکړه
چې مو سجدې په کې کافري نه وي
نوى ژوندون له نوي روله راکړه

-نارينه نشته ټوله جنګ ته تللي
ستا د تور سرو سوال قبلېږي کنه؟
چې د شاهين له پنجو ځان وباسي
د دې کوترو سوال قبلېږي کنه
؟