د سويډن حکومت په استاکهلم کې د قران کريم سوځول غندلي او دا يې د کرکې وړ او ناوړه عمل ياد کړى

د الجزيرې د خبرې شبکې د راپور له مخې، چې د سويډن د بهرنيو چارو وزارت له قوله يې خپور کړى، ويلي دي چې دوى پدې عمل خواشيني دي.
د سويډن د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي ” موږ درک کوو چې د يوه فرد له لوري دې عمل ټول مسلمانان خواشيني کړي. دا هيڅکله زموږ د نظر څرګندونه نه کوي او موږ يې په کلکه غندو”.
د سويډن د بهرنيو چارو وزارت دا خبرپاڼه داسې مهال خپره کړې چې څه موده وړاندې د يوه عراقي وګړي له لوري په ستاکهلم کې د قران کريم نسخې وسوځول شوې. دې عمل د اسلامي هيوادونو سخت غبرګون راوپاروه او له سويډن حکومت يې په جدي توګه وغوښتل چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونيسي.