د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن شنبه پیلیږي

د سویلي افریقا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ نن درې نیمې بجې پیلیږي.

له دې واندې دواړو لوبډلو په خپلو کې درې ټېسټ سیالۍ هم ترسره کړې، چې درې واړه سویلي افریقا وګټلې او پاکستان ته یې کلین سویپ ماتې ورکړه.

ټاکل شوې له پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ څخه وروسته دواړه لوبډلې په خپلو کې درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.

یادې سیالۍ د سویلي افریقا په کوربتوب ترسره کیږي.