د سيلفي اخيستو په مهال کې ٣ هلکان مړه شول

د هند په کلکته ښار کې درې هلکانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د اورګاډي نه يې د سيلفي اخيستو هڅه کوله.

د سيلفي عکس اخيستو په هڅه کې په ټوله نړۍ کې د مرګ ژوبلې پېښې هره ورځ پېښېږي، چې اوس د هند په کلکته ښار کې همداسې يوه پېښه رامينځ ته شوې ده.

په روان رېل ګاډي کې ځينو هلکانو د سيلفي سټک په مټ د سيلفي اخيستو هڅه کوله، چې  په دوى کې يو هلک د رېل ګاډي نه ښکته وغورځېده، د هغه د بچ کولو لپاره د هغه نورو دوه ملګرو هم ورپسې ورمنډه کړه او درېواړه ښکته وغورځېدل، چې د رېل ګاډي لاندې راغلل او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.