د سپین بولدک لویه لار د وارداتو پر مخ نن سهار خلاصه شوه

وروسته له هغې چې پاکستان او افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سپین بولدک او تورخم دروازې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړل شوې.

وړمه ورځ اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، چې په دې تړاو یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي او د خلاصون په موخه سره موافقې ته رسېدلي.

همدا راز پرون د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر د سپین بولدک د خلاصېدو خبر ورکړ، چې نن سهار پر یاده لار د بار وړونکو موټرو له لوري افغانستان ته واردات پیل شول؛ خو د تورخم دروازې خلاصون په اړه تر اوسه مسوولو کسانو څه نه دي ویلي.