د سپین غربازانو او موجهای آمو ترمنځ لوبه ۱-۱ مساوي شوه

د سپین غر بازانو او موجهای آمو لوبډلې، چې په الف ګروپ کې دي تر اوسه یې کومه لوبه نه ده ګټلې، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې لومړی ګول د لوبې په ۸مه دقیقه کې سپین غر ته فرهار اندر تر سره کړ.

له دې وروسته موجهای آمو لوبډلې هم خپلې هڅې زیاتې کړې او په ۲۷ دقیقه کې ورته خسرو ګلدوست ګو ووهلو او لومړۍ نیمای یو په یو مساوي مساوي شوه.

دوه نیمایي کې هرې لوبډلې هڅه کوله چې د بریا لپاره ګول ترسره کړي، خو ونه توانېدې او لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

سپن غر بازان او موجهای آمو دواړه په الف ګروپ کې او تر اوسه یوې لوبډلې هم بریا نه ده خپله کړې.

شاهین اسمايي په الف ګروپ کې لومړی، د اباسین څپې دویم د سپین غر بازان دریم او موجهای آمو لوبډله څلورم مقام لري.

د دې سیالیو په لړ کې نن ماښام ۵ نیمې بجې عقابان هندوکش لوبډله د سیمرغ البرز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

نصرت الله عمرزی