د سکالرشېپ لپاره د لارښود استاد (سوپروایزر) پیدکول!

لیکنه: ذکریا شنیزی

که غواړی چې بیروني سکالرشیپ لاسته راوړی، نو په انګلیسي ژبه برلاسي او د لارښود استاد پیدا کول ډېر اړین دي چې زیات سلنه چانس مو په همدې پورې تړلی ده. زه به دلته کوښښ وکړم چې وښایم څنګه کولای شو په یوه پوهنتون، پوهنځۍ یا دېپارتمنت کې لارښود استاد پیدا او د هغه خوښه تر لاسه کړو.

استاد رهنما یا سوپروایزر په یوه پوهنتون کې د پوهنځۍ یا په ځانګړې ډول د ډیپارټمنټ غړي ته ویل کیږي چې د خپلې څېړنې په برخه کې محصلین روزي. مخکې لدې چې سکالرشیپ ته غوښتنلیک وسپارل شي، زیاتره د لوړو زده کړو څېړنیر پروګرامونه د محصلینو څخه دا غواړي چې د خپلې زده کړې په برخه کې باید احتمالي لارښود استاد ورته په ګوته کړي. نو ښه داده چې مخکې د غوښتنلیک سپارلو څخه د سکالرشیپ شرایط وګوری چې آیا د لارښود استاد پیدا کول ورته اړین دي یا نه؟ که اړین وي، نو تاسې مجبور یې چې پخپله رشته کې احتمالي سوپروایزر پیدا او وټاکئ.

که لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي نو د لارښود استاد پیداکول به ډېر مشکل نه وي:

۱- که دا مشخصه شوې وه چې نوموړي سکالرشیپونه په فلانی فلاني برخه کې په فلاني پوهنتون کې دي، نو بیا هر څه روښانه دي. که مو د خپلې ریشتې اړوند نه وي نو ضرور نده چې خپل قیمتي وخت مو پرې ولګوی. که مو اړوند راتلل، نو د هماغه پوهنتون ویبسایټ به پیدا کړی. آسانه لار یې ګوګل لټون کې د هماغه پوهنتون نوم ولیکئ او ویې لټوئ.

زیاتره څېړنیزو پروګرامو دا په ګوته کړي وي چې دا سکالرشیپونه په فلاني پوهنتون یا پوهنتونو پورې اړوند دي، نو د هماغه پوهنتون یا پوهنتونو ویب سایټ به را خلاص کړې. که فرض کړه د پوهنتون نوم نه و ذکر شوی تنها د هماغه هېواد نوم و، نو په هغه صورت کې کوی شی د ګوګل لټون په مرسته د هماغه هېواد ټول دولتي او شخصي پوهنتونو لېست پیدا کړي. د بېلګې په ډول په ګوګل لټون کې ولیکئ چې د پوهنتونو لېست په کاناډا کې (List of universities in Canada).

کله چې مو لیست پیدا کړ بیا نو د خوښې پوهنتون ویبسایټ را خلاص کړی.

۲- د پوهنتون په ویبسایټ کې به د پوهنځیو لیست ته ورشی. کله چې مو د پوهنځیو لیست را خلاص کړ، بیا به د خپلې خوښې پوهنځۍ ته ورشی. کېدای شي په هره پوهنځۍ کې څو دیپارتمنتونه شتون ولري، که مو د خوښې څانګې اړوند وو، نو پرې کلیک به کړئ. په کلیک کاږلو سره به د دیپارټمنټ په هکله بشپړ معلومات درکړي. که مو خوښ نه شو نو په بل پسې به وګرځئ، او که مو د خوښې وړ وګرځيدو بیا د لارښود استاد د پیدا کولو په لټون کې شئ.

۳- وروسته د خوښې څانګې په پیدا کولو سره، به بیا د هماغه پوهنتون په ویبسایټ کې د پوهنځۍ یا دیپارتمنت د غړو لیست (Faculty members) ته ورشی. هلته به د هماغه دیپارتمنت استادانو نمونه پیدا کړی چې تاسې اړوند راځي. کله مو چې د استادانو لیست پیدا کړ، نو د هر استاد په نامه چې کلیک کړی، د لارښود استاد په هکله به د هغه بریښنايي آدرس، تلیفون نمبر، فکس، د خوښې څانګې، چاپ او تر چاپ لاندې مقالې او حتی کتابونو نومونه پیدا کړی.

۴- اوس مخکې لدې چې استاد ته برښنالیک واستوي، د هغه د خوښې وړ څېړنې اړوند یو څه درسره یاداشت کړی. البته ښه داده چې استاد چاپ کړې مقالې درسره وګورئ او هغه ګړنلاره او مېتودونه درسره ولیکي چې نوموړی استاد ورکې مهارت لري او استفاده کړي یې وي.

۵- کله مو چې دا کار وکړ، نو اوس کوی شی استاد ته یو ډېر خلاصه بریښنالیک ولیکئ او هغه څه ورکې روښانه کړئ چې استاد په هغه برخه کې تجربه او علاقه لري.

۶- پدې سره استاد ته وخت ورکړی تر څو د تا په غوښتنه او خوښې وړ څانګې باندې پوه شي. که استاد د څېړنې برخه کې ډېر محصلین ونلري نو بیا کیدای شي ډېر زر ځواب بېرته درکړي. امکان شته چې په ځواب کې درسره بشپړه موافقه وښيي او دا هم امکان لري چې درته ووایي چې څه شی دې پکار دي؟ زه نوره څه همکاري درسره کوی شم؟ نو که دا ډول ځواب و، خو ډېر ښه. د استاد نه به مننه وکړی او په څنګ کې به ورته وایي چې غواړم ستا نوم په درخواست پاڼو کې ولیکم، که ضرورت و نو غوره داده چې یو رسمي د قبولی ورقه (Acceptance letter) ورنه واخلی او د اسنادو سره یې جوخت د سکالرشیپو څانګې ته تسلیم کړی.

بعضې بیا نور استادان، مخکې لدې چې د تا سره موافقه وښیئ غواړي ستا په شالید او همدارنګه مخلید پوه شي. شالید چې سي وي (CV) ده، هغه مخکې له مخکې نه باید تیاره درسره ولرې. کوښښ وکړئ په سي وي (CV) کې مو قوي نقطې په ګوته کړی، د بېلګې په ډول: څه مو سرته رسولي، څه دنده باندې بوخت یې، او په کومو څېړنیزو پروژو باندې مو کار کړی. که پروپوزل یې درځنې غوښت، نو بیا هم د مخکې په ډول د استاد چاپ کړي آثار به ولولی، او د هغه اړوند به مختصر پروپوزل تیار کړئ، او استاد ته به یې واستوې.

که پدې ډول مخکې ورسره لاړ شی، زه باوري یم چې څوک به مو غوښتنه رد نه کړي، او په کم وخت کې به وتوانېږي چې لارښود استاد پیدا او د قبولی ورقه ترلاسه کړی.

البته د یادونې وړ ده، چې بعضې نور استادان کېدای شي بېخي ځواب در نکړي. دلته دوې خبرې دي: اول دا چې ډېری استادان چې خالي ځای ونلري نو دا ډول بریښنالیکونو ته هېڅ ځواب نه وايي. دوهم، بعضې نور استادان په رخصتیو یا د څېړنې لپاره نورو ځایو ته تللي وي، نو ځکه ځواب نه درکوي. پدې دواړو حالتو کې اړینه نده چې نور برېښنالیکونه ور واستوی. غوره داده چې په همدې ډول نورو استادانو سره په اړیکه کې شی.

په بله لیکنه کې به په تفصیل ولیکو چې څنګه کوی شو یو ښه پروپوزل تیار کړو!

په مینه