د سکي ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې

د بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، د افغانستان د سکي ملي لوبډله په پاکستان کې د سیالیو کولو لپاره یاد هېواد ته رسېدلې ده.

د بدني روزنې او سپورټ ریاست ویاند عارف پیمان زیاتوي، د سکي دا سیالۍ د پاکستان په سوات کې کېږي چې په خبره يې له وړمې ورځې راهیسې پیل او د فبروري تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.

د سکي فدراسیون د مالوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.

فدراسیون وايي، له افغانستانه په تللې ډله کې پنځه لوبغاړي او یو روزونکی شامل دی.

سرخط ورځپاڼه