د سګرېټ پرېښودلو لنډه او تر ټولو اسانه لاره!

لیکوال: اکبر اقبال

یو تاریخ ځان لپاره وټاکه چې نه ډېر نږدې وي او نه هم ډېر لرې او په هماغه تاریخ باندې سګرېټ څکولو ته (نه) ووایئ.

له ملګرو مرسته وغواړه: حتمي ده چې په سګرېټ د عادت کیدو په وخت کې به ځينو دوستانو مرسته(!) درسره کړي وي؛ تر څو په دې ناوړه عمل روږدي شئ، اوس پکار ده داسې ملګري ځان لپاره پيدا کړې چې تا حمایه اود ستونزې په وخت کې درسره کومک وکړي.

له ستونزو سره مقابله وکړه: کم از کمڅلرویشت ساعتونو کې به د شپږ ځلې سګرېټ څکولو ته داسې زړه وشي چې لاره به درنه ورکه کړي، خو تاسو مه وارخطا کېږئ دا مرحله تقریباّ تر دریو ۳ دقیقو وخت نیسي او وروسته بیا په تدریجي ډول سره کمیږي او بالاخېره له مېنځه ځي.اوس که چېرې دا وختونه سره جمع کړو نو ټول ((3*6=18 یعنې په شپه ورځ کې ۱۸ دقیقې باید ځان کنټرول کړئ، که چېرې په دې وخت کې یو چا ځان کنټرول کړای شو؛ نوموړی بریالی دی. دغه ستونزه په اولو وختونو کې ډېره تېزه وي او په دې وخت کې زیات کوښښ باید وشي چې سګرېټ ته لاس نکړئ؛د څو ورځو په تیریدو سره ستاسې کنټرول زیاتیږي او له سګرېټ څکولو سره مو مینه کمیږي. زه پوهېږم چې دا یوه ستره ننګونه ده خو که چېرې تاسې نن دا چېلېنج قبول نه کړو؛ نو په راتلونکي کې به د خپل صحت ډېرې زیاتې ننګونې قبولې کړئ،نو بهتره دا ده چې د هغو سترو چېلنجونو پر ځای دغه کوچنۍ ننګونه قبوله کړئ.

ځان لپاره چاپیریال برابر کړئ: په کور، دفتر، دوکان او یا هغه ځای کې چې تاسې پکې زیات وخت تېروې، د سګرېټ اړوند توکي وغورځوئ، کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتې.

خالي لاسونه: دا چې د سګرېټ څکولو په وخت کې لاس خولې ته ځي او د سایکالوجۍ له نظره د انسان لاسونه عادت کیږي چې وروسته بیا لازمي ده تاسو به خولې ته لاس وړئ، نو په دې وخت کې پکار ده چې لاس کې چڼې، او یا کوم بل د خوراک شئ ونیول شي او کله هم چې د سګرېټ ته زړه کیږي خولې ته لاس یوسه.

د سګرېټ څکولو خاص وختونه: ځیني خلک د سګرېټ څکولو خاص وختونه لري، لکه د سهار چای وروسته، د ډوډۍ له خوړلو وروسته، ماسخوتن کې، او یا هم په دفتر کې چې کله وقفه وي؛ لومړۍ خو هغه ځایونو ته مه ځئ چې مخکې مو سګرېټ پکې څکول او بل دا چې کوښښ وکړئ یو بل عادت خپل کړئ؛ مثلاُ قدم ووهئ، تلیفون باندې ځان مصروف کړئ او یا هم ونو او نورو شیانو باندې فکر وکړئ.

نوي اړیکې جوړې کړه: سګرېټ څکول یوه اړیکه وه، خو اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې دغه اړیکه په مکمل ډول له مېنځه یوسې او پکارده یوه نوي اړیکه باندې کار وکړې، مثلاّ قدم وهل، باډي بیلډېنګ ته تلل، شنې سبزۍ خوړل او یا هم کوم نږدې ملګري سره یو څه وخت لپاره کښېناستل.

عذر او بهانې جوړول پرېږده: ډېر خلک د سګرېټ څکولو پخاطر ځان لپاره دلایل پیدا کوي مثلاّ، دومره بیروبار ؤ زړه مې تنګ شوو بس مجبور شوم یو سګرېټ مې وڅکولو، نو د سګرېټ په څکولوو سره بیروبار ختمیږي؟ نه هیڅکله نه. بل دلیل چې ځيني خلک یې وايي، د سګرېټ په څکولو سره مې وزن کم شو. چې دا کوم دلیل ندی، که چېرې غواړې وزن کم کړې نو ورزش وکړه، صحي غذا وخوره د سګرېټ په څکولو سره نه کمیږي، جار د شم.

بل دلیل چې ځيني کسان یې لري، زه چې سګرېټ وڅکوم دماغ مې نارمل شي.

د سګرېټ په څکولو سره هیڅ وخت دماغ نه نارمل کیږي بلکې لا خرابیږي.

د ځوانانو دلیل بیا څه داسی دی چې، سګرېټ ځکه څکوم چې دا یو سټایل دی سټایل، او دا د ځوانانو یو خاص فیشن دی. ههها نه دا سټایل نه دی، د سګرېټ په څکولو سره غاښونه زیړيږي، رژیږي، معده خرابوي، د مرۍ کینسر پيدا کوي، سږي خوسا کوي او داسې نورې ډېرې ناروغۍ چې د سګرېټ د څکولو له امله رامېنځ ته کیږي.

په هر صورت هیڅ بهانه نه چلیږي بس هسې ځان غلطول دي، همدا نن ووایه چې سګرېټ څکول بند او یو نوی ژوند شروع.

د سګرېټ پرښودلو په فایدو فکر وکړه: داسې یو لیست جوړه کړه چې سګرېټ پرېښودل به څه فایده درته ورسوي؟ د بېلګې په توګه، ستا صحت به ښه شي، عمر به د اوږد شي، پیسې به بچت شي یا هم د غاښونو د خرابیدو مخنیوی به د کړی وي او داسې نور؛ دا لیست باید په کوټه کې ځوړند کړای شي تر څو هر وخت پرې نظر ولږیږي؛ یا د هم د موبایل په سکرین ولیکل شي.

له خپل هوډه مه په شا کېږه: پروا نه کوي که یو څو ځلې د هڅه کړي خو ناکام شوی یې؛ له ځان سره ووایه چې دا ځل به خپل پلان ضرور پلی کوم، له خپل هوډه هیڅ وخت مه په شا کېږه.

له ځانه سرهفکر وکړه چې مخکې د کوښښ کړی دی چې سګرېټ پرېږدې ولې بریالی نه شوې، اوس بیا فکر وکړه چې څه وجه وه چې یو ځلی بیا د سګرېټ ته مخه کړه، په هماغه وجه باندې کار وکړه او د حل لاره ورته پیدا کړه. دا ځل ټینګ هوډ وکړه چې ماتې به نه منې. په اول وخت کې به ستونزې خامخا وي، لوږه به وي، په خوب کې به مشکلات وي، ذهن به یو څه نا ارامه وي، لیکن په یاد ولرئ چې دا واړه واړه مشکلات ستاسو د هوډ او عزم په وړاندې هیڅ هم نه دي، هر څه چې وي، تاسو باید په ټینګ عزم او کلک هوډ سره سګرېټ څکولو ته (نه) ووايئ. ((DON’T GIVE UP)) یعني نه تسلیمېږم.