د سیاسي زغم پرلور یو ښه ګام!

لیکنه: ارشاد رغاند

که له خوشبینې زاویې ورته وکتل شی، دا به د افغانستان په معاصرسیاسی تاریخ کې د سیاسی اخلاقو او زغم د تقویه کولوپرلور یوه با ارزښته او د پام وړ هڅه وی. له دغې هڅې څخه هدف په یوه حساسه او ضروری مرحله کې د ولسمشرکرزی په مشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو او څو نورو مهمو چارواکو ګډه ناسته ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې دا ناسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شوې، چې د ولسمشردویم مرستیال، د ټاکنیزو کمیسونونو چارواکو، قاضی القضات او د اساسی قانون پرتطبیق د څارنې د کمیسون رییس هم برخه په‌کې لرله. سرچینې د دغې غونډې هدف د ټاکنو د ملی پروسې پرترسره کیدو، د رایو پرشمېرلو او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې به اړه خبرې ښودلی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې نه ده روښانه، چې د ولسمشرۍ مخکښو نوماندانو پر یادو شویو مسایلو څه ډول مشخص موقفونه لرل، خو په ټولیزډول لیکل شوی، چې د ټاکنو ترسره کېدل یې ستایلی او د ټاکنیزو کمیسونونو د کارمننه یې کړې. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې په یاده شوې غونډه کې د ټاکنو په اړه د حکومتی چارواکو پر بشپړې بې پلوۍ، د ټاکنیزو کمیسونونو پرلا شفاف فعالیت او د ورته ناستو پر دوام ټینګار شوی دی. د افغانستان خلکو ته تر دویم پړاوه پورې د ټاکنو د رسیدو په درشل کې دا غونډه او خبرخپریدل یې ترډېره حده هیله منونکی او د خوښۍ وړ دی. ځکه داسې اندیښنې موجودې وې او له بده مرغه لا هم پوره حل شوی نه دی، چې د ټاکنو په اړه به حکومت، سیاسی قشر او ځینې نوماندان د قانونی او ولسی توقعاتو مطابق موقف او چلند ولری. دا اندیښنې تر زیاته حده له دې اړخه وې او دی، چې دویم پړاو ته د حتمی ور تلونکو ټاکنو یوه نوماند پورې اړوندو ځینو سرچینو د ځینو پلمو او بې باوریو په مطرح کولو سره دویم پړاو ته د نه تلو پلمې لټولې. دوی همدا شان څنګزن ګواښونه لرل، چې که دوی د ټاکنو ګټونکی نه شی، کابل به په وینو ولمبیږی. اوس چې خلک په ارګ کې د دغې غونډې له ترسره کیدو خبرشوی، دا اندیښنې یې تریوه حده پورې حلیدونکی ښکاری.  ځکه په غونډه کې مطرح شوې او منعکس شوې خبرې ټول هغه اساسی توقعات دی، چې ډېرافغانان یې لری او په دې حساسو شرایطو کې له ناورین او شاتګ څخه افغانستان په ښه ډول ژغورلای شی.  د یادې شوې ناستې ترټولو ښه پیغام او لاسته راوړنه دا ده، چې زموږ د اقتدار او سیاست د قشر څو مهم حریف اړخونه په اسانه پرته له کوم بهرنی فشاره له یو بل سره د ناستې او مفاهمې سیاسی حوصله او اخلاق زباتوی. دغسې ناستې طبعاً د افغانستان هغو دښمنانو ته قوی منفی پیغام دی، چې دویم پړاو ته د ورغلو ټاکنو ترسره کېدل د ناورین زیږیدو سبب او بدمرغی تبلیغوی. د دې ناستو د دوام ژمنه او ټینګار دا هیله مندی پیدا کوی، چې ممکن د ټاکنو د ترسره کیدو او په‌کې د لوبیدونکو اړخونه پریو بل د بې باورۍ ستونزې ختمې او د ښو، رڼو او ټولو ته د قناعت وړدویم پړاو ټاکنو په اړه واضحو تفاهمونو ته سره ورسیږی. دا خبره په دې مانا ده، چې یوازې له یادې شوې ناستې سره د افغانستان د حکومت، ټاکنیزو مسولو مراجعو او دویم پړاو ته د ورتلونکو نوماندانو تاریخی جدی مسولیت پای ته نه رسیږی، ډېر نورڅه لا شته چې کول غواړی او د افغانستان د ملی یووالی او ثبات لپاره باید دوی پرې په ګډه کار او قناعت وکړی. په دې برخه کې د ولسمشرکرزی مسولیتونه ترنورو اړخونو زیات جدی او مهم دی، ځکه د یوه منتخب ولسمشر په توګه یوه بل منتخب ولسمشرته په مشروع او سوله ییزډول په لومړی ځل د افغانستان د سیاسی واک د لېږدولو ویاړ ورپه برخه دی. ولسمشرکه د یادې شوې ناستې په شان نورې ناستې هم په پوره مسولیت، اخلاص او بې پلوۍ سره ترسره او د عملی پایلو د لرلو تکل یې وکړی، ډېره هیله شته چې دویم پړاو ټاکنې په ښه ډول ترسره، پایلې یې د اکثریت ولس د قناعت وړ او د افغانستان د ثبات او پرمختګ ستنې پیاوړې کړی..