د سیند مستي!- لیکوال:صحت سمسور

ګرد چاپیره غرونه او بیا دومره هواره ځمکه چې ایله بیله نیم وګړي پکې ژوند وکړي ټول واک له سیند سره وي.

چې  دسیند  خوښه وي؛ نو خوښه به یې ورسره منې او که نه یې منې؛ نو مجبوره یې چې دغرونو بیخ ته دسیند له څپو ځان خوندي کړې او یاهم دغرونو هواریو«غونډيو» ته ځان ورسوې.

دزړو یعنې سپین ږیرو خلکو په خبره چې کله د کي «کهي» بوټی دګل په سپړل کیدو کې راشي؛ نو بیا له سینده ځان ساته ځکه چې په دې وخت کې سیند بیخې له غوصې لکه وږی لیوه غړمبیږي.

او دخلکو فصلونه دخوراک تر بریده په خپلو سیندنیو ګټو پوښي او خپل ملکیت یې ګرځوي

بیا؛ نو هر سړی دځان په غم کې وي، ځينې خلک بیا ښه وي، غونډۍ ګانې ونیسي اوچې کله شپه شي؛ نو داسمان راڼه ستوري او دشپې دخیمو له پټونو په شلیدلوسوریو کې دلاټين رڼا دخوند سترګککونه وهي.

ته به له ځان سره وایې چې دسیند دې کور ودان وي چې په اوړي کې؛ خو مې له داسې مزه لرونکو نندارو خبروي.

او ځينې خلک بیا له غریبۍ بل ولایت ته کډه نشي وړلای؛ ځکه چې دغریبۍ څپیړو داسې خړ پړ کړې وي لکه دپړانګ په څير نیغ دغرونو له څوکو هاخوا ور واوړي او له پاسه  سیند ته په چیچلو غاښونو داسې  ګوري، چې کله به له سینده خپل بدل اخلي؛ خو دسیند چې کومې نخرې زده وي هغه نخرې په هر اوړي کې پدې خلکو کوي او تل دا خلک هر اوړي سم له خپلو کډو سره نڅوي.

کله چې بیا دژمي موسم پیل شي خلک دغرونو له غونډیو او څوکو نه  په راښکته کېدو شي او دبیارغونې په کارونو بوخت شي؛ ځکه سیند بیا ددوی له فصلونو او پټیو تښتیدلی وي، کله چې دسیمې خلک خپله ابادي سرته ورسوي؛ نو بیا سیند ورو ورو خپلې بڼې ته تغیر ورکوي، خلک خوشاله شي چې ځه داځل به سیند خپله مستي نکوي او موږ به ارام ژوند ته پریږدي ترڅو خپل پټي او کورونه په سمه بڼه جوړ کړو؛ خو سیند هم له خپل چل نه کار اخلي او دابو دشڼیدو کوم اواز چې دی ورو ورو  د یوې مودې لپاره ارامه وي او په خپله مستقیمه بڼه روان وي او دفصلونو له پټو تښتیدلی وي، دسیمې خلک  بیا له سیند سره دمقابلې دچمتو والي لپاره دغرونو له ناونو یعنې نالونه دګټو په راچلولو اخته شي «دسیمي جالیو» او دګټو په لګولو سیند ته دېوالونه شروع کړي او وایې چې ځه که خیر ؤ سږ کال به مو سیند له خپلو سیمو کډې کولو ته نه اړ کوي .

کله چې جالۍ ډکې شي، دیوالونه سرته ورسیږي؛ نو ورو ورو سیند بیا خپلو وړو  څپو ته دغټیدو چل ور زده کوي اوداسې تګلاره ورته ټاکي چې په ناخبرۍ کې به دخلکو دابادۍ په کارونو برید کوۍ.

خلک هم په بې غمه زړه خوبونه کوي، شنه فصلونه چې دسیند نښې پکې له ورایه ښکاري، یو نیم دجوارو بوټی اود شولو بوټی، چې له یو بل نه د دوه فوټو په اندازه کې لرې ولاړ وي، ته به له ځان سره وایې چې دوی هم په خپلو منځونو کې له یوبل سره ښه قوي دښمني لري که څنګه؟ چې بیا یې دتنو ترمنځ ځير شې؛ نو سیندني کاڼي یې دريښو خنډ ګرځیدلی وي او ددغه بوټو لڼده فاصله یې ان تر فوټونو رسولی وي؛ خو کله چې دغه بوټي دځوانۍ په مرحله قدم ږدي؛ نو ناترسه سیند یې دخپلو غوسه ناکو څپو ښکاري کړي او دخپلې مستۍ او زړه ورتوب زور ټولو ته وښایي چې غټي غټې قهرجنې څپې یې ان ماهي خورک دماهیانو له ښکاره وباسي، خلک یې بیا ژمي دموسم دراتلو په انتظار دغرونو له سرونو ننداره کوي او سیند ورته د لاندې نه  دمستۍ سندرې غږوي .