د سینوهه څو کرښې!

راټلوونکی: شبیراحمد سلیمي

د سینوهه د ژوند د خاطرو د کتاب ځینې مهمې خبرې چې تر لوستونکو یې رسول ضروري و، ما هم هغه سره یو ځای کې راغونډل کول او هیله ده، چې تر پایه یې ولولئ او ډېرې ناویلې خبرې پکې ومومئ.

که یو سړی له غمونو سره مخ کړئ، پر خپلو کړو به پښېمان شي؛ خو کله چې له غمونو خلاص شو، بېرته لومړني حالت ته ورګرځي او د پخوا په شان به کبرجن او بېرحمه وي.

هغه کس چې لوی کارونه کولای شي، باید واړه کارونه د ځان لپاره خوښ نه کړي.

علم پای نه لري او انسان چې څومره تعلیم وکړي، بیا علم تر لاسه کولو ته اړتیا لري.

تر هغه وخته زموږ شیان پېرودنکی نه لري، زموږ په نظر کې هم بې ارزښته راځي او کله چې د شیانو لپاره پېرېدونکی پیدا شي زموږ نظر هم ځانته جلبوي.

زه پوهېږم، چې یو ځل مري او داسې څوک به نه وي چې دوه ځله ووژل شي؛ نو باید د داسې پېښې په اړه چې یو ځل پېښېږي، ټول عمر ونه ډار شو.

زموږ هر شی زموږ د افکارو زېږنده وي، هغه کسان چې لوړ فکرونه لري او چمتو وي چې خپل افکار پخپل وخت عملي کړي یو ستر انسان دی.

زه نن د دغو ورځو ارمان نه کوم، ځکه چې ارمان کول د یوه هوښیار او ګرځنده سړی کار نه وي او په ارمان او افسوس سره تېر وخت بېرته راګرځولای نه شو. په تېره بیا که د ستنېدو نه وي، لکه څوک چې نه شي کولای ځواني بېرته ستنه کړي.

هغه ملت چې له وېرې او رعب سره مخامخ شي، هغه پوځ ته ورته وي؛ چې له جنګ وړاندې یې ماتې خوړلې وي.

تر هغه چې دغه نړۍ وي، د بېوزلو خبره به اهمیت نه لري او هر څه چې وایي باطل به وي.

زه پوه شوم چې په هر شي کې افراط ان په خوشحالۍ او ساعت تېرۍ کې افراط تاوان لري او لېونتوب دی.

تر هغه وخته چې انسان نوي شیان او پېښې نه وي لیدلې ځان بشپړ ګڼي خو له هغه وروسته چې پوه شي، د هغه پر معلوماتو او علمونو سربېره په نړۍ کې ډېر نور علمونه او معلومات شته نو ځان ورته کوچنی ښکاري او همدغه وخت پخپل عیب پوهېږي. له همدې امله بې علمه کسان ډېر مغروره کېږي؛ ځکه چې فکر کوي په ټولو شیانو پوهېږي او په نړۍ کې تر ده لوړ او تکړه بل څوک نشته!

له همدې کبله چې ګورو یو نارینه یا ښځینه کبر لري او موږ ته په کمه سترګه ګوري، باید پوه شو چې هغه ډېر احمق او ناپوه دی او له دې کبله چې په څه پوهېږي، تجربه نه لري نو ځان تر نورو لوړ ګڼي.

دروغ ډېر ځله تر رښیا ښه وي، ځکه چې دروغ انسان ته هیله ورکوي، انسان خوشحاله کوي. په داسې حال کې چې رښتیا خبره سړی نهیلې کوي.

شپه او ورځ داسې تېرېږي لکه اوبه چې د کاڼو پر مخ بهېږي او خپل اغېز پرېږدي. که څه هم اوبه نرمې او سپکې وي، خو کاڼي تراشي او ښویوي یې، د وخت تېرېدل هم د انسان روح تراشي او هغه بدلوي.

ځواني د اوړي د ګرمو ورځو په شان ده، بوډاتوب د مني د نیمو ورځو په شان او مرګ د ژمي د سړو ورځو په شان وي. که څوک د اوړي او ګرمو ورځو او د مني له نیمو ګرمو ورځ، استفاده ونه کړي نو کله چې د مرګ سړې شپې، ورځې راورسېږي بیا ترې استفاده نه شي کولای.

کله چې د کار او بېوزلو سره د مرستې او لاس نیوي مرکز د انسان له نظره وړوکی ښکاره شي، دلیل یې دا وي چې شتمني او تجملات د هغه روح تیاره کړي او د عاطفې سرچینه یې ور وچه کړي.

انسان په ښېګڼو باندې کوم ځای ته نه رسېږي، په دې نړۍ کې یوازې یو شی ارزښت لري او انسان هر شي ته رسولای شي، هغه قدرت دی.

که تر ټولو بد کار وکړې او بریالی شې، ټول وایي چې ستا اعمال ښه و، خو که تر ټولو ښه کارونه وکړې او بریالی شې، وبه وایي چې بد دې کړي.

ژوند هغه سړې شپې ته ورته دی، چې انسان د ځان ګرمولو لپاره اور ونه لري، په دې سره شپه کې دوه بې کسه او غمجن ژوي چې د یوه بل تر څنګ پاتې شي. ممکنه ده، د یو بل د بدن له تودوخې استفاده وکړي او ګرم شي، ان که د هغوی سترګې په درواغو له یو بل سره دوستي څرګنده کړي.

زه فکر کوم همغه ډول چې تېل کمزوری اور تېز او غړغړانده کوي یوه ښکلې ښځه هم، د نارینه اور داسې زیاتوي، چې هغه په دې اور کې ټولې هغه پخوانۍ ژمنې سوځوي چې پخوا یې د ښځو په هکله کړې وي.

بله دا چې دا خبره تجربه شوې، چې کله ښځه او نارینه او مادي اړتیاوو پرته پر یو بل ګران وي، نو بیا غوره ده چې له یو بله لرې ژوند وکړي چې د دوی د مینې اور هېڅکله خاموشه نه شي.

په ټولنیز ژوند کې هر بدلون د شتمنو په ګټه او د بېوزلو په زیان وي.

په دنیا کې د ګټو شریکېدل، تر مینې زیات خلک سره نږدې کوي او د شریکو ګټو دوستي، تر مینې زیات دوام کوي.

تل ټیټ او ناپوه کسان چې په خپله پرتم او حیثیت ونه لري له بخیلۍ څخه په معتبرو او مخورو کسانو پسې خاندي. دوی فکر کوي چې په دې کار سره به خپل کمی او حقارت جبران کړي.

د مقام او فرصت غوښتنه د بشر یوه طبیعي غریزه ده، که څه هم ټولو انسانانو کې نشته خو په کومو کسانو کې چې شته، هغوی ارام نه پرېږدي. د مقام او فرصت غوښتونکی سړی د مقام د تر لاسه کولو لپاره په هر عمل لاس پورې کوي.

که یو څوک ووایي زه ځان ډېر ښه پېژنم، بیا هم د دې وس نه لري چې ځان بشپړ وپېژني او کله نا کله به داسې ار هم وکړي چې وروسته نه شي پوهېدای ولې یې دغه کار کړئ دی.

انسان فطرتا په خیالونو کې ژوند کوي، تل راتلونکي ته هیله کوي او تصور کوي چې له پخوا څخه به ښه راتلونکی ولري، خو د انسان د بدبخت یو عامل دا دی چې له تېرو ترخو تجربو څخه درس نه اخلي او فکر کوي چې راتلونکی به په دې دلیل چې لا نه ده راغلې تر پخوا ښه وي.

مرګ د بدني ځورونې او د ژوند له سترو غمونو او نهیلیو څخه یوه خوږه پېښه ده او بله دا چې انسان له ژوند کړېږي، نه له مرګه.

هغه کارونه چې انسانان یې کوي بېلابېل عوامل لري او په هر کار کې ممکنن دوه اصلي علتونه موجود وي، یو علت خصوصي وي او بل د عامه ګټو لپاره وي.

هر څوک چې ژبلېږي او یوه شېبه هم ارام نه شي پاتې کېدای، لامل یې دا نه وي چې مړ کېږي بلکې د دې لپاره پر ځان راتاوېږي چې ژوندی دی.

مرګ د ټولو دردونو، حسرتونو، محرومیتونو، هیلیو او دغه راز د ټولو بدني دردونو پای دی.

له یوې ګرمې او ساډوبې ورځې وروسته د شپې سړه وږمه څومره خوندوره وي؟ مرګ هم د ژوند په پرتله ډېره ګرمه ورځ کې یوه سړه وږمه ده.

تر هغه چې انسان په په یوه ستر کار لاس پورې نه کړي ستره ګټه نه شي کولای او په سترو کارونو کې د تاوان احتمال ډېر وي.

یو کار چې د لېونتوب دلیل دی، دا دی چې سړی د خپلې شتمنۍ له اندازې خلک خبر کړي.

په نړۍ کې داسې حقیقتونه وي، چې زموږ سترګې یې نه ویني؛ زموږ غوږونه یې نه اوري، لاسونه یې نه لمس کوي. خو له دې سره سره دغه حقیقتونه شته.

د انسان یو شی هېڅ کله نه بدلېږي او هغه دده ناپوهي ده که یو لک کاله وروسته کوم انسان پیدا شي؛ نو زموږ د وختو انسان او هغو انسانانو په شان به ناپوه او تېروتی وي؛ چې تر موږ مخکې یې د اهرامونو د جوړېدا په وخت کې ژوند کاوه.

ما ولیدل هغه کسان چې په تلو کې یې سره زر تلل، په څلور لارو کې سوال ته مجبور شول او د همدغو کسانو مېرمنو د یوې توټې مسو په بدل کې ځانونه پر تورپوستو خرڅ کړل.

ما پر خپلو سترګو ولیدل هغه کس چې تل به یې د سرو زرو په جامونو کې شراب څښل، کله چې بېوزله شو، د نیل سیند پر غاړه ناست و او د سیند اوبه یې څښلې.

زه سینوهه نومېږم، ما په خپلو سترګو ولیدل، چې یو زوی، په کوڅه کې خپل پلار وواژه؛ ځکه چې زوی د صلیب نښه پر خپل ټټر ټومبلې وه او پلار د ښکر نښه درلوده.

ځینې کسان شته، چې وایي، هغه څه چې نن پېښېږي، مخېنه نه لري او هېڅکله به په نړۍ کې نه وي شوي؛ خو د دوی دغه خبره د وګړو د کمې تجربې او د فکر ځواک د کموالي له امله ده؛ ځکه په نړۍ کې چې کومه پېښه شوېې، د هغې مخېنه ارومرو لیدل شوې ده.

بیا به هم انسان ناپوه وي او راتلونکی انسان هم په درواغو او نشو وعدو تېر وځي؛ ځکه چې انسان د ژوند د دوام لپاره درواغو او چټي وعدو ته اړتیا لري او د هغو فطرت همدا غواړي، چې تل تر رښتیا پر درواغو ډېر باور وکړي او د واقعیت په پرتله پر تشو وعدو ډېر اېمان لري، چې هېڅکله به عملي نه شي.

شتمن هغه څوک نه دی، چې سره زر ولري، بلکې هغه څوک شتمن دی چې په لږو قناعت وکړي.

د هېڅ چا په هکله باید د هغه د پوستکي د رنګ، ژبې، جامو او ګاڼو پر بنسټ قضاوت ونه کړو، بلکې د انسان زړه ته وکتل شي او د هغوی د زړونو پر اساس قضاوت وشي، ځکه خو یو ښه سړی تر بد غوره دی او یو هوښیار کس تر ظالم ښه دی.