د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې او ځوابونه

-لومړۍ برخه

لومړۍ پوښتنه . د کوږوالي مومنټ (BM) او عرضي قوه(SF)  څه شی ؟

ځواب : هغه قوه چې د یو د جسم د غزیدو په طرف عمود عمل کوي عرضي قوه بلل کیږي .د بیلګې په ډول د یوې الوتکې د وزر په مخامخ طرف فشار واردیدل .عرضي قوه داخلي مقاومت دی چې د بیم په عرضي مقطع کې منځ ته راځي ،څو پر بیم باندې د متقاطع داخلي بار عمل توازن کې راولي. عرضي قوه یا برشي قوه په اتکا کې ترټولو زیاته ده او په مرکز کې صفر ده ..د عرضي قوې واحد  KN  دی .عرضي قوه په بیم کې پر طولاني محور  (x)  عمود عمل کوي .په ډیزاین کې د یو بیم  وړتیا چې  د عرضي قوو پروړاندې مقاومت وکړي د محوري قوو نه ډیر مهم دی .

.د کوږوالي مومنټ په مرکز کې ترټولو زیات او اتکا کې صفر وي .عرضي  قوه د یو جسم یوه برخه په طرف او بله برخه یې هغې په مخالف جهت  ټیله کوي .

د کوږوالي مومنټ نظر  دبازو فاصلې ته عمل کوي یعني داچې کوږوالی مومنټ  مساوی دی قوه ضرب فاصله   B.M = force X Distance  .د کوږوالی مومنټ واحد kN.m  دی .مګر یواځې  متقاطع قوو توازن د مقطعې تعادل نه شي تضمین کولی .که پر بیم باندې عمل کونکی مومنټ توازن کې نه وي ،کیدای شي بیم په طرف دوران وکړي .نو که داسې وي د یو بیم په عرضي مقطع کې به د کوږوالي مومنټ منځ ته راشي څو  دداسې دوران مخنیوی وکړي .

دویمه پوښتنه .په کانکریټ اچولو کې کومې پروسې شاملې دي تشریح یی کړۍ ؟

ځواب :په کانکریټ اچولو کې لاندې پروسې شاملیږي .

پیمانه کول .

مخلوطول .

د کانګریټو لیږدول او ځای په ځای کول .

تخته کول.

پیمانه کول .د کانکریټو جوړولو لپاره د بیلابیلو موادو اندازه کول د موادو پیمانه کول بلل کیږي .پیمانه کول معمولا په دوه میتودونو ترسره کیږي . د حجم پراساس پیمانه او د وزن پراساس پیمانه .د حجمي پیمانې پرمهال اندازه کول دحجم پراساس او د وزني پیمانې پرمهال اندازه کول  دوزن پراساس کیږي .

مخلوطول .ددې لپاره چې ښه کانکریټ ترلاسه شي کانکریټ باید لومړی په وچ حالت کې مخلوط شي او بیا په لوند حالت کې مخلوط شي .کانکریټ په دوه میتودو مخلوط کیږي .په لاس سره او په ماشین سره .

د کانګریټو لیږدول او ځای په ځای کول .یوځل چې کانکریټ مخلوط شي هغه باید زر ترزره هغه ځآی ته ولیږدول شي کوم چې ورته په پام کې نیول شوی .کانکریټ باید خپل هغه وروستي ځای کې قالب ته له نژدي ارتفاع واچول شي.

د کانکریتو تخته کول .کانکریټ چې کله خپل ځای ته ورسیږي کیدای شي په کې د هوا پوکاڼۍ شان هوا نښتې وي کوم چې د کانکریټو مقاومت تر 30% پورې راکمولی شي .ددې لپاره چې دا هوا راکمه شي کانکریټ باید تخته شي .تخته کیدل کیدای شي د لاس په واسطه وي او یاهم د ویبراتور په واسطه .

دریمه پوښتنه .په لنډ ډول کانکریټو ته اوبه ورکول تشریح کړۍ.

ځواب :کانکریټو ته اوبه ورکول ، دکانکریټو سیوری کول ،د تاري بوجیو په واسطه د کانکریټي سطحې پوښل ،د اوبو پاشل ،د اوبو ډنډول ،د ممبران اوبه ورکول  او ګازي اوبه ورکول .

د کانکریټي کار سیوری کول .د کانکریټي کار د سیوري کولو هدف دادی چې کانکریټو له سطحې څخه تبخیر مخه ونیول شي .دا معمولا په غټو کانکریټي سطحو لکه سرک کې عملي کیږي .دا په وچه هوا کې ډیر ضرور وي .په سړه هوا کې د کانکریټو د سطحې سیوری کول دا مرسته کوي څو د کنګل کیدو مخه ونیول شي.

د تاري بوجیو په واسطه د کانکریټي سطحو پوښل.دا میتود هم په لویه پیمانه کاریږي .د کانکریټو د سطحې پوښل له تاري بوجیو سره مرسته کوي څو ښکاره سطحه یې وچه نه شي.دا بوجۍ باید وخت په وخت لمدې شي ،د بوجیو لمدول د همغې ساحې په تبخیر پورې اړه لري.

د اوبو پاشل .د کانکریټو په سطحه د مسلسل اوبو پاشلو میتود اغیزمن دی اوبو ورکولو میتود دی .معمولا دا میتود د چت سلبونو لپآره کاریږي .پرکانکریټو د اوبو له پاشلو وړاندې کانکریټ باید په پوره توګه جوش کړی وي .د وړو کانکریټي کارونو لپاره اوبو پاشل کیدای شي په لاس سره وشي .د عمودي او مایلو سطحو د مسلسل لوند ساتلو لپاره کیدای شي د هغو بره برخو کې اوبه وپاشل شي څو همداسې ښکته ورباندې راتوی شي .په دې میتود سره اوبو ورکولو کې ډيرو اوبو ته ضرورت وي .

د ډنډولو میتود .دا د اوبو ورکولو ترټولو ښه میتود دی .دا دافقي سطحو لپاره ډيرمناسب دی لکه فرشونو ،بامونو سلبونه ،سرکونه او داسې نور .د بیمونو افقي سطحو لپاره هم کیدای شي وکارول شي .د کانکریټو له اچولو ورسته د کانکریټو سطحه د تاري بوجیو په واسطه پوښل کیږي ،بیا 24 وروسته واړه ډنډونه یي په مخ جوړیږي چې پولې یې له خټينې خاورې وي .ټوله سطحه په وړو مستطیلونو ویشل کیږي او بیا له اوبو ډکیږي .تقریبا د ورځې دوه یا درې ځلې داډونډونه ډکیږي .دا میتود هم ډيرو اوبو ته ضرورت لري.

ممبران .د کانکریټو د اوبو ورکولو کوم میتودونه چې پورته تشریح شول لوند روغ ساتل  بلل کیږي .یو بل میتود دادی چې  د کانکریټو لمده سطحه د اوبو تیریدو ضد موادو په واسطه وپوښل شي او بیا تر 7  ورځو پورې دا مواد دکانکریټو په تماس کې ساتل کیږي ،چې دیته ممبران اوبه ورکول وايي.دا ممبران د کانکریټو له سطحې د اوبو د تبخیر مخه ونیسي .د اوبو تیریدو ضد موادو کې ویکس مخلوط ،پیټومین ،پلاستیکي فلمونه او داسې نور.که چیرې قیر مواد د کاتکریټو په سطحه واچول شو نو دا باید یواځې د 24  ساعتونو وروسته وشي او په دې 24  ساعتونو کې د تاري خلتو په واسطه وپوښل شي .دا میتود هغه ځآی کې کاریږي چیرته چې اوبه نه پیداکیږي دا میتود دومره اغیزمن نه دی .

ګازي اوبه ورکول .ګازي اوبه ورکول یا ګرمې اوبه ورکول ځيني وخت کارول کیږي .د اوبو ورکولو په دې میتود سره دکانکریټو مقاومت ترلاسه کول ډير چټک وي .دا میتود په مخ کې جوړو شوو کانکریټي کارونو کې ډیر کاریږي .په ګازې اوبو ورکولو ک ېد تودوخې درجه باید 75 درجې سانتي ګرید پورې محدود وي .د ګرمو اوبو په حالت کې د تودوخې درجه کیدای شي ان 100  درجو سانتي ګرید پورې پورته شي .په دې ډول تودوخه کې د 28  مقاومت  70%  په اولو 4  تر 5  ورځو کې لاس ته راځي.په دې حالت کې باید کانکریټ د ناڅاپه وچیدو او ناڅاپه سړیدو څځه وساتل شي ځکه په دې سره درزونه پیداکیږي .

څلورمه پوښتنه .د اوبو ورکولو ترټولو کمه موده څومره ده ؟

ځواب :دکانکریټو د اوبو ورکولو پروسو هدف دادی چې کانکریټ د لمدبل له ضایعاتو وساتي او په معقول رنج تودووخه کې راوستل شي .ددې پروسو ښه عملي کولو پایله دا راوځي چې کانکریټو مقاومت لوړ او نفوذ قابلیت یې ټیټ شي.اوبه ورکول د کانکریټو په درز مخنیوی کې ډیر مهم رول لري کوم چې په خپل وار د مداومت لامل ګرځي.خو بیا سپارښتنه کیږي چې د اوبو ورکولو لپآره یو مناسب وخت اوموده وښودل شي.وروسته له دې چې کانکریټ واچول شي کانکریټو له 3  تر 7  ورځو په موده کې ډیر چټک مقاومت زیاتوي .کوم کانکریټ چې تر 7 ورځو پورې ښه لوند وساتل شي د هغه کانکریټو په پرتله به یې مقاومت 50%  لوړ وي چې ښې اوبه نه وي ورکول شوي .

پنځمه پوښتنه .M25   کانکریټ څه معنی ؟

ځواب :دلته  M  د مخلوط او 25 د کانکریټو د کرکرستیک مقاومت استازيتوب کوي .کرکرستیک مقاومت  د کانکریټو هغه مقاومت دی چې له هغې ټیټ له 5%  زیات ازمایښت پایلې باید ناکامې نه شي.یا په عبارت کرکرستیک مقاومت هغه مقاومت دی چې 95%  زیاتې ازمایښت پایلې نه ناکامیږي .که چیرې له 100  مکعبي نمونو د فشاري مقاومت لپاره ازمایښت شي له 28  ورځو وروسته ،له 5  مکعبي نمونو زیاتې باید له  25KN/mm2 په ټيټ قیمت کې ناکامې نه شي .

 

شپږمه پوښتنه .د اوبو-سیمنټو نسبت ته څه ډول د کانکریټو مقاومت سره اړیکه ورکول کیږي ؟

ځواب :کله چې د کانکریټو مقاومت خبره کیږي نو د اوبو –سیمنټو نسبت ډير مهم اړخ ګڼل کیږي .دا نسبت د کانکریټو په مارک او ساختمان په سایز پورې اړه لري .معمولا د کانکریټو اوبو –سیمنټو نسبت له  0.4  تر 0.6   پورې نیول کیږي .مګر کیدای شي په لوړ مارک کانکریټو حالت کې راکم شي .په داسې وخت کې د اوبو مقدار راکمیږي او وپرپلاستیک سیزر ورعلاه کیږي .کله چې ددې نسبت قیمت لوړیږي د کانکریټو جلاکیدل پیښیږي او جغل لاندې کیني نو په دې ډول د کانکریټو مقاومت اغیزمن کیږي .

اومه پوښتنه .د خاورې زغم ظرفیت څه شی ؟

ځواب :  زغم ظرفیت هغه ظرفیت دی چې خاوره وکولی شي په ځمکه وارد شوي بارونه په سمه توګه اتکا کړي .د خاورې ظرفیت د تهداب او خاورې ترمنځ ترټولو زیات اوسط تماس فشار دی کوم چې باید په خاوره کې عرضي ماتیدل پیښ نه کړي .نهايي زغم ظرفیت (Ultimate bearing capacity)ترټولو زیات نظريي فشار دی کوم چې کیدای شي پرته له ناکامیدو اتکا شي .مجاز زغم ظرفیت مساوی دی له نهايي زغم ظرفیت تقسیم پر خونديتوب فکتور .ډیری وخت  پرنرمه خاوره باندې ،کیدای شي د زیات بار شوو تهدابونو څخه لاندې برخه پرته له عرضي ماتیدو نشست وکړي.په داسې حالت کې مجاز زعم ظرفیت د ترټولو زیات مجاز نشست پراساس وي .د ماتیدو درې شکلونه وي  چې د زغم ظرفیت محدودوي.عمومي عرضي ماتیدل ،محلي عرضي ماتیدل او سوري کولو عرضي ماتیدل .

اتمه پوښتنه .د خاورې زغم ظرفیت څنګه لوړیږي ؟

ځواب :یو شمیر میتودونه چې د خاورې زغم ظرفیت پرې لوړیږي .د تهداب ژوروالي زیاتول ترټولو ساده میتود دی چې د خاورې زغم ظرفیت لوړولو لپآره کاریږي .دا میتود هغه ځای کې کاریږي چیرته چې ځمکې لاندې اوبو لیول ټیټ وي او هم ژور کیندنه ډیر لګښت نه غواړي.د اوبو ایستل یو بل مشهور میتودی چې ددې لپاره کاریږ ي.د اوبوایستلو لښتې د تهداب سره جوخت لاندې طرف کې کیندل کیږي.او اوبه د یوپایپ له لارې ویستل کیږي .یو بل میتود دادی چې له خاورې سره دانه داره مواد لکه شګه،جغل او تیږو ټوټې ورعلاوه کیږي .د میخي تهدابونو ټک وهلو سره هم د خاورې زغم ظرفیت لوړیږي.

دا میتود په دې نظریه ولاړ دی چې د طبیعي خاورې تخلل حجم راکم کړای شي .په خاوره کې د لرګینو میخونو په مرسته سوري ویستل کیږي او بیا له شکې ډکیږي .دیته شګلن میخونه وايي .

نهمه پوښتنه . بیلابیل ډول تهدابونه کوم دي؟

ځواب :تهدابونه لاندې ډولونه لري.

سطحې تهدبونه .

ژورتهدابونه .

په سطحې تهدابونو کې جداګانه تهدبه ،فرشي تهدابونه ،کنسولي تهدابونه راځي .په ژورو تهدابونو کې میخي تهدابونه میخي دیوالونه ،دیافراګم دیوالونه او کیسنګونه راځي .سطحې تهدابونه هغه تهدابونه دي چې  ژوروالي د ځمکې سطحې ته نژدې ختم شوی ،په عمومي ډول چیرته چې د تهداب ژوروالی له 3m  کم وي سطحي تهداب دی .سطحي تهداب هغه وخت کاریږي کله چې سطحي خاوره کلکه وي او کولی شي وارده بارونه اتکا کړي .فرشي تهدابونه ددې لپآره کاریږي چې بارونه په یوه پراخه ساحه وویشي .ژور تهدابونه هغه دي چې له  ژوروالی له 3m  زیات وي .

لسمه پوښتنه .د انرشیا مومنټ  او د هغې ارزښت تشریح کړۍ ؟

ځواب :انرشیا مومنټ داسې تعریفیږي چې دا   د یو جسم دورانۍ حرکت او دوراني سرعت ترمنځ نسبت دی نظر اساسي محور ته

I=L/w

که دا دوراني حرکت ثابت سیستم وي نو انرشیامومنټ کمیږي .او دورانۍ سرعت باید زیات شي .که د جسم شکل نه بدلیږي نو په جسم د نیوټن قانون تطبیقیږي .τ=Tα

ددې تعریف لپاره  د I  لپآره د فورمول محصول د کتلې له مخې په r  کې له  hinge   نقطې څخه لرو .I=mr^{2}

د انرشیا مومنټ د هم د جسم په کتلې او هم په هندسې جوړښت پورې اړه لري .په عمومي ډول ،د جسم کتله m ،موثر شعاع کیدای شي د هغې محور له مخې تعریف شي  چې له مرکزه یې تیریږي .I=mk^{2},