د هندي سینما د باچا شاروخ خان د کلیزې په ورځ له ۱۳ تماشاچیانو موبایل غلا شوی دی.
د بالیووډ باچا د پنجشنبې په ورځ ۵۲ کلن شو.
د هغه د کلیزې د نماځلو مراسمو ته د بالیووډ د ګڼو ستورو برسیره، په زرګونو مینوال هم ورټول شوي وه.
د شارخ خان مینوال، چې له لرې ځایونو راغلي وه، د هغه د کور په خوله کې ولاړه وه.
پولیس وايي، چې په ټیل ماټیل کې د ۱۳ کسانو ځیرک موبایلونه هم ورک شوي دي.
په ورک شو موبایلونو کې یو د هغې جینې هم دی، چې له (چټیسګر) څخه د شارخ خان د کلیزې مراسمو ته راغلې وه.
شارخ خان د رسنیو سره په خبرو کې له خپلو ټولو مینوالو مننه وکړه، او هغوې مینه يې د ځان لپاره ویاړ وباله.
شارخ خان په داسې حال کې چې خپل ۵ کلن ځوی ابراهم يې په غیږ کې و، وویل، چې زوی يې هم بې له شکه خوښ دی، چې دومره مینوال ورته د بیلابیلو ځایونو څخه راټول شوي دي.
شارخ خان د هندي سینما وتلی ستوری او د رومانس باچا دی.