د شاهد کپور د ښځې په شونډو څه چل شوی؟

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار شاهد کپور مېرمن میرا راجپوت چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده او هر وخت خپل تازه عکسونه او ویډیوګانې خپروي، یوه داسې ویډیو یې خپره کړې ده، چې خلک یې حېرانه کړي دي.

نوموړې په انسټاګرام کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې د هغې شونډې او مخ پکې ډېر پړسېدلی لیدل کېږي، چې خلکو یې په لیدو فکر کړی دی چې ښايي عملیات یې کړي دي.

هغې چې په دې ویډیو یې یوه سندره لګېدلې ده، په اصل کې د سنیپ چیټ یو فلټر (لیپ فلرز) یې پکې کارولی دی، چې له امله یې د هغې شونډې او مخ داسې راغټ شوي دي، خو ډېرو خلکو پرې د اصل فکر کړی دی.

کاپي…