پر هندي سېنما نږدې له شلو کلونو راهیسې بې تاجه پاچاهي د شاهرخ روانه ده، خو اوس یې اولادونو هم ملا تړلې چې دا تاج په خپل کور وساتي.
د شاهرخ خان لور سهانا خان په دې وروستیو کې په فلمونو کې د رول لوبولو لهپاره تیارۍ بشپړې کړې او اوس یې ان ځان ښوونه هم پیل کړې چې ژر به د کوم فلم مرکزي رول په غاړه ولري.
که څه هم تر دې مخکې هم د سهانا خان په یوه فلم کې ښکاره کېدل نږدې شوي او دا خبره فاینل وه، مګر د شاهرخ له مخالفت سره مخ شوه او هغه فلم کې و نه لوبېده.
شاهرخ خان هغه مهال ویلي و، غواړي چې اولادونه یې لومړی زدهکړې پوره کړي، وروسته یې خپل زړه، خپل کار او خپل روزګار.
خو اوس خان هم غلی دی او ښکاري چې د خپلې لور د پرمختګ لهپاره د زمینې په برابرولو بوخت دی، ځکه په ډېرو ځایونو کې يې د خپلې لور په اړه خوله هم پرانیستې چې هغه یوه ښه ستورې جوړېدای شي.