د شاه رخ خان لوبډلې څويمه بريا خپله کړه؟

په اى پي ايل کې د شاه رخ خان لوبډلې کلکته نايټ رايډرز پرون د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره په اى پي ايل کې دريمه لوبډله شوه چې ١٠٠ لوبو کې يې بريا خپله کړه.

تر کلکته نايټ رايډرز مخکې د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو تر سل زياتې لوبې ګټلي دي، چې ممبۍ ١٢٠ او چيناى بيا ١٠٦ لوبو کې برياوې خپلې کړې دي.

پرونۍ لوبه کې کلکتې لومړى توپوهنه وکړه او ١٨٧ منډې يې وکړې، چې په ځواب کې يې حېدراباد ١٧٧ منډې وکړې او د ١٠ منډو په توپير کلکتې په روان ليګ کې لومړۍ بريا خپله کړه.

په دې اړه شاه رخ خان هم يو ټويټ کړى دى، چې ليکلي يې دي، په اى پي ايل کې سل لوبې ګټل ډېره ښه خبره ده او همدا راز خپل لوبغاړي يې هم ستايلي دي.

د يادولو وړ ده چې شاه رخ خان د کرکټ ډېر مينه وال دى او هغه نه يوازې دا چې په اى پي ايل کې خپله لوبډله لري، بلکې په کارابين پريمئير ليګ کې هم لوبډله لري او داسې ويل کېږي چې نوموړى په امريکا کې يو پيليدونکي ليګ کې هم لوبډله اخيستې ده.

کاپي…