د شاه رخ خان لور د خپل پلار په کوم کار خپه کېږي؟

د باليووډ فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان وايي، چې هغه غواړي چې سيګريټ د خپلو اولادونو لپاره پرېږدي. نوموړي يو ځل بيا دا خبره کړې ده او ويلي يې دي، چې سوهانا خان د هغې د سيګريټ نه پرېښودو له امله له هغه څخه څو ځلې خپه شوې ده.

تېر کال شاه رخ خان په يو ټويټ کې ويلي و، چې هغه تراوسه پورې د سيګريټو څکول نه دي پرېښي، هغه مخکې په يوه مرکه کې ويلي و چې د خپلو اولادونو لپاره سيګريټ څکول پرېږدي.

په ٢٠١١ کال کې د خپل فلم (راون) د يوې غونډې پر مهال شاه رخ خان ويلي و، چې سوهانا زما نه له دې امله خپه شوې ده چې زه سيګريټ څکوم، زه غواړم دا خبره هر چېرته وکړم.

شاه رخ خان وويل، دا زما لپاره د شرم خبره ده چې په فلمونو کې زه خلک له دې څخه منع کوم، خو په خپل اصل ژوند کې بيا زه سيګريټ څکوم.

خو نوموړي دا هم وويل، چې هغه په اصل کې غواړي چې د سيګريټو څکول پرېږدي، خو وخت نه شم ورته پېدا کولاى. نوموړي وويل، چې د دې کار لپاره وخت پکار دى.

کاپي…