د شاه شهید د پېښې په ویر- پیرمحمد کاروان

اهدا : د کابل د شهیدې غمجنې شپې او په وینو لژندې ورځې ټولو دردمنو ، غمجنو او شهیدانو ته
یا مړه مور د یتیمانو ، یا مړ پلار د یتیمانو
کابل داسې راته ښکاري ، ته وا ښار د یتیمانو
توره شپه د بار په سر کې = اېښې بله ډیوه ګۍ ده
په بوډا پسې روانه = د زلمي په زور ګاډۍ ده
خېلخانه یې مَړه کړې = په اوبو او په ډوډۍ ده
پلار یې وايي زویه جار دې = ته که نه یې زه به مړ یم
د اوبو تر څنګ به پروت یم =په سپېرو خاورو به خړ یم
دا خو ستا په برکت یم = دا چې روڼ یم دا چې غوړ یم
ګاډۍ ماته بوډا را وړ = پر سر بار د یتیمانو ====
را روان د درد په پښو دی = بیا بهیر د پرهرونو
شهیدان د ښار خوبونه = په تعبیر د پرهرونو
د کابل پر دیوالونو = بیا تصویر د پرهرونو
د سرې اوسپنې په اور کې = سوي سپاندې سپاندې خلک
د دیوال تیږو ویشتلي = پر تندیو باندې خلک
شاشهید په کې شهید شو = نیمه شپه کړي ساندې خلک
غچ یې واخله ربه ته یې = طرفدار د یتیمانو ====
هغه بله شپه په کور کې ، ها مورکه په دعا وه
له دعا سره یې اوښکې ، په کې مینه وه موسکا وه
د زړه یو خواته یې زوی ؤ = د زوی ناوې بله خوا وه
خو نن شپه پر زوی پر ناوې = پروت د سرو وینو سُور شال ؤ
را الوتی د مرګوټي = د سړې واورې شمال ؤ
په یَوه درنګ یې وژلی = یو مشال او بل مشال ؤ
نن د سرې ډولۍ دا کور ؤ = وران مزار د یتیمانو =====
د منصور د وینو څاڅکی = ته وا پاس پاتې په دار دی
پاس له غره پرې لګېدلی = شوخ تازه لمر د سهار دی
د ماشومې ګل د څڼو = پاس په مات شاخ کې ایسار دی
ها چې مور یې ورته جوړ ؤ = د لالا د ورا له پاره
په دې زړه کې یې ور ماته = د ټټر په سر هنداره
د تندي پر سر یې سوې = ها روپۍ کلیمه داره
د وطن له ژوند مې جوړ دی = دښمن دار د یتیمانو ====
د رحمت پروردګاره = پر مونږ ډېر د مینې پام کړه
د مورکې وطن غېږه = راته، ته دارالسلام کړه
بس د زړه زور مو تمام دی = د جنګونو اختتام کړه
له ګاونډ او له پردو مو = ربه ساته په آمان
ته خو مینه یې ښکلا یې = ته قهار یې ته رحمان
خوږ د امن یقین راکړه = د تراخه جنګ له ګومان
دا وطن لکه ګریوان دی = تار په تار د یتیمانو
۱۸- اسد – ۱۳۹۴ کابل