د شرې دیوي د لور “جهانوي” لومړی فلم خپریږي

د هندوستان د سینما د نوموتې ستورې شرې دیوي د لور (جهانوي کپور) لومړی فلم د روانې اوونۍ په پای کې خپریږي.

شرې دیوي د بالیووډ مشهوره ستورې وه، چې څو میاشتې وړاندې په دوبۍ کې مړه شوه. د مور له مړینې وروسته يې لور جهانوي کپور هڅه کوي، د مور ځای ونیسي.

د جهانوي کپور دا لومړی فلم (دړک) نومیږي، چې د جولاۍ په ۲۰ مه خپریږي. د فلم ټریلز د ګڼو کتونکو پام وراړولی او د جهانوي نوم يې په خوله دی.

جهانوي د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دا هر څه چې نن دي، دا يې د مور برکت دی.

جهانوي وايي، چې مور يې غوښتل دې ډاکتره شي؛ خو ددې په وینا، چې د ډاکترۍ ظرفیت يې نه درلوده.

دړک یا د زړه درزا د ۲۰۱۶ کال د (سیرات) په نوم د یو مرهټي فلم څخه په تقلید جوړ شوی، چې د هندي ټولنې ځينې مهم مسایل رابرسیره کوي. دا فلم د مینې او درد یو داستان دی.

شاهین