د شفیق الله شفق ریکارډ د کرکټ نړیوالې شورا په یاد دی

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د شفیق الله شفق د درې کلونو پخوانی ریکارډ خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د اپرېل په ۱۱ مه نېټه هغه په کورنیو فرسټ کلاس سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان وېکټ ساتونکي توپ وهونکي شفیق الله شفق د ۲۰۱۸ م کال فرسټ کلاس سیالیو پړاو کې د اپرېل په ۱۱ مه نېټه ستر ریکارډ جوړ کړ.

شفیق الله شفق د ۲۰۱۸ م کال څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس سیالیو کې د کابل لوبډلې سره لوبېده، چې د بُست لوبډلې خلاف یې غبرګې سلیزې ووهلې.

هغه په ۸۹ توپونو ۲۱۴ منډې وکړې او د هندوستاني ریوي شستري د کلونو ریکارډ یې مات کړ.

شفیق الله شفق په همدې کرکټ لوبه کې ۲۴ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې وهلې وې او په زیاتو شپږیزو وهلو کې یې د نیوزیلېنډي کولېن منرو ۵ کلن ریکارډ هم مات کړ.

نیوزیلېنډي کولېن منرو په فرسټ کلاس سیالیو کې ۲۳ شپږیزې وهلې، چې شفق ترې یوه شپږیزه زیاته ووهله او هغه یې هم په ریکارډ کې شاته کړ