۱- که حق نشې ويلی نو باطل په چکچکو مه بدرګه کوه.
۲- دا چې هېڅ بدخوا نه لرې نو پوه شه چې د هېڅ د کار نه يې.
۳- د بشر له تدابير او منصوبې مه وار خطاکېږه ځکه د دوی د توانايۍ پای د الله د ارادې تنفیذ او سرته رسېدل دي.
۴- د الله په باچاھۍ کې د الله له ارادې پرته څوک هېڅ هم نشي کولی.
۵- د الله عبادت د دې لپاره مه کوه چې څه درکړي بلکې د ده د راضي کېدو لپاره يې عبادت کوه ځکه که در څخه راضي شو په ډير ورکړو به دې حيران کړي.
۶- د مسلمانانو په وطن کې دې که کوم فقير و ليد نو پوه شه چې کوم غني مال ترې غلا کړی.
7- څوک چی پلار لري نه وارخطاکيږي نو چې پروردګار لري هغه ولې وارخطاشي.
(دلشاد)