د شپې د ویښ پاتېدو ستونزې ته د حل لارې چارې

بدن چې کوم توکي ډېر کاروي هغه له بدنه د لمر وړانګې تیرېدل دي

د برتانیا او اسټرالیا ساینسپوهانو په وینا که لږ څه بدلون د خوب کولو په عادت کې هم راشي نو په طبیعت کې یې ښه والی راتلی شي.

د دې لپاره، دوی د “ویښ پاتې کېدو” باندې تمرکز کوي چې بدن یې د شپې تر ناوخته راویښولو ته هڅوي.

په دې کې چې کومه تګلاره خپله شوې هغه دا ده چې په خپل وخت بسترې ته تګ دی، له کافي څخه لېرې پاتېدل او د سهارني لمر څخه ګټه واخلئ.

د څېړونکو په وینا دا تګ لاره ښکاره ده خو ددې خلکو پر ژوند هم خپل اغېز ښندي.

د هرچا خپل د خوب عادت وي کوم چې د لمر ختلو او د پرېوتلو پر اساس وي، خو د یو شمېر خلکو بیا د خوب دا خوی تر دې یو څه ځنډنی وي.

سهار پر وخت پاڅېږي خو د شپې تر ناوخته ویښ پاتېدل ورته ستونزمن وي، خو ځینې د شپې تر ناوخته ویښ پاتې وي خو سهار بیا په ویښېدو کې سست وي.

د ډېریو په شپه وېښ پاتې کېدونکو لپاره کاري نړۍ له نهو تر پنځو ناسته ستونزمنه وي، ځکه هغه باید په زنګ یا الارم ویښ شي ځکه بدن وېښېدو ته چمتو نه وي.

د شپې ویښېدل پر ضعیفې روغتیا پورې نغښتې ده.

سپی هم خوب ویني؛ خوب د بدن او ذهن لپاره څه ګټه لري؟

څه وخورو چې ښه خوب وکړو؟

چپرکټ له کومه راغی؟ په اړه یې ۱۳ مهم ټکي

ساینس پوهانو په هغو ۲۱ خلکو څېړنه کړې چې په عام ډول د شپې تر دوه نیمو بجو ویښ وي او سهار تر لسو بجو هم نه ویښېږي.

دوی لپاره لاندې سپارښتنې شوي دي.

په معمول ډول دوه درې ساعته مخکې پاڅئ او ځان ته د سهار لمر ورکړئ ۔

څومره چې ژر کیږي سبا ناری وکړئ ۔

یوازې د سهار له مخې سپورت وکړئ ۔

هره ورځ په یوه ټاکلي وخت غرمنۍ وکړئ ۔

او د شپې له اوو بجو وروسته څه مه خورئ ۔

د ماسپښین له درې بجو وروسته کافي مه څښئ ۔

له څلورو بجو وروسته هېڅ مه ویده کیږي ۔

د شپې له مخې دوه درې ساعته مخکې د خوب چپرکټ ته ولاړ شئ او د ګروپ روښنايي مو تته کړئ ۔

هره ورځ د وېده کېدلو او وېښېدلو وخت مو معلوم کړئ ۔

د برمنګهم، سري او موناش د پوهنتونونو د څېړنو له مخې هغو خلکو چې دا سپارښتنې عملي کړي په درېیو اونیو کې یې د خوب نظام سم شوی.

لږ خوب د بدن پر روغتیايي انډول خپل اغېز پرېباسي

د ‘سلېپ میډیسن’ د ورځپاڼې سروې د پایلې له مخې چې د خلکو د خوب، ستړیا او د فشار د کمېدو پر راپور څرخي وايي چې د داسې خلکو د غبرګون کچه هم لوړه شوې.

د سري د پوهنتون پروفیسر ډیبرا سکین ویلي: ”د لږ څه تمرین په وسیله د شپې ویښ پاتې کېدونکي خلک خپل خوب سمولی شي او خپل بدني او ذهني روغتیا کې ښه والی راوستلی شي.”

لږ خوب د بدن پر روغتیايي انډول خپل اغېز پرېباسي او په دې سره د زړه ناروغي او د سرطان د ناروغۍ خطره ډېرېدای شي.

بدن چې کوم توکي ډېر کاروي هغه له بدنه د لمر وړانګې تیرېدل دي، نو ددې لپاره دا مشوره ورکول کیږي چې په ورځ کې ځانته ډېر لمر ورکړي.

د برمنګهم د پوهنتون ډاکټر اېنډریو بیګشا بي بي سي ته وویل: ”هغه څه چې روښانه نه دي دا دي چې ایا هغو خلکو ته به دا کار وکړي چې د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کیږي؟”

دی زیاتوي چې ”دا نسبتاً اسانه شیان دي چې هرڅوک یې کولی شي او دا زما لپاره حیرانتیا خبره ده.”