د صنف او درس آداب                                                                       

۱- ضروري ده څوک چې صنف ته ځې ځان دی له هره لحاظه صحیح اماده کړي.

ږېره او سردی  ږمنځ شي جامې مو برابرې کړئ غطر  ووهئ، مسواک استعمال کړئ سپینې جامې واغوندئ، او له صنف نه مخکې اینه کې ځان وگورئ.

  1. په لاره ارام ولاړ شئ څوک چې مخې ته درځي سلام ورته واچوئ.
  2. مسجد ته چې داخل شوی، دوه رکعته نفل وکړئ، او بیا داستاد خواته نږدې کېنئ.
  3. داستاد په مخکې په لاس باید هغه ته اشاره ونه شي، اونه په سترگو هغه تائید شي.
  4. دخلکو په اوږو وانه وړئ، بلکې اخر د صنف کې کیښنئ؛ مگر که استاد يي وغواړي.
  5. څوک باید له ځای نه جگ نه کړئ، او د صنف په منځ کې مه کیښنئ.
  6. ددوه دوستانو په منځ کې مه کېښنئ مگر دهغو په اجازه.
  7. له هغو سره مهربانه او نرمی خبرې کوئ، او په نیکو اخلاقو رفتار ورسره کوئ.
  8. بهتره ده د نارینه وو کلاس په مسجد کې وي، دښځو ددينی زده کړي صنف په کور کې وي.
  9. تر هغه ځایه چې ممکنه وي، مخ په قبله کېښنئ، او یا د حلقې په شکل که خلک زیات وي استاد کولائ شي په لوړ ځای کېښني.
  10. استاد درس په شهادتینو اودرود په نبی علیه صلوة وسلام شروع کړي بعضی محديثین يې په تلاوت شروع کوي.
  11. له استاد سره باید په ترحم رفتار وشي، او دُعا ورته وشي، که استاد غیبت شروع کړي باید په عذر ورته وويل شي اوکه نه صنف ترک کړئ.
  12. استاد باید غامض اوغریب لغات ترجمه کړي،او په کوم شي چې نه پوهیږی باید سکوت اختیار کړي، اوله هغو شيانونه چې دعادي خلکومغزپه  نه رسیږی بحث پری و کړي.
  13. استاد باید حاضرین خسته نه کړي اوکه خسته کېدل مزه داری او خنديدونکې کېسې وي البته ادبیوي وه دي ویل شي

کاپي…